افغانستانځانګړی راپور

طالبان به د مسکو په غونډه کې څه ووایي؟ (د خوځښت ځانګړی راپور)

د خوځښت ځانګړی راپور (چهارشنبه، د کب ۲۷مه، ۱۳۹۹): ټاکل شوې سبا پنجشنبه د روسیې په بلنه په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو ستره غونډه ترسره شي. په دغه غونډه کې پر لسګونو نورو ګډونوالو سربېره د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر، د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، مارشال عبدالرشید دوستم او زلمی خلیلزاد هغه کسان دي، چې د افغانستان د روانې شخړې په حل کولو کې بارز رول لري.
که څه هم مسکو او امریکا ویلي، چې ددې سترې ناستې موخه روانو بین الافغاني مذاکراتو ته یو څه تقویت ورکول دي، خو طالبان وایي دوی به په دغه ناسته کې له خپل پخواني دریځه تېر نشي.
دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو لوړ پوړي غړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې دوی به د مسکو په سبانۍ ناسته کې یو ځل بیا نړیوالو ته خپل سیاست تشریح کړي او نړیوالو ته به ډاډ ورکړي، چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ کوم هېواد د امنیت د خرابۍ لپاره نه کارول کېږي او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې د دوی له خاورې ناوړه ګټه واخلي.
د سرچینې پر وینا که څه هم نړیوال او افغان حکومت هیله لري، چې د مسکو په ناسته کې به طالبانو ته د داسې یوې حللارې وړاندیز وشي، چې له دوی به انعطاف غواړي، خو دوی به په دې ناسته کې یو ځل بیا نړیوالو ته پر خپل دریځ ټینګار ښيي او هڅه به کوي، چې نړیوالو ته په ټینګه ووایي، چې د افغانستان د روانې شخړې د پای ته رسولو یوازېنۍ لاره د دوحې پر شوي تړون عمل دی او بې له دې د روانې شخړې د پای ته رسېدو کومه بله لاره نشته.
د یادې سرچینې پر وینا دوی به نړیوالو ته ووایي، چې د دوحې په تړون کې په صراحت ویل شوي، چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه په ټاکلې موده کې وځي، د یو نوي اسلامي نظام جوړښت به رامنځ ته کېږي او بیا به اوربند کېږي؛ نو ځکه له دغو خبرو تېرېدل نشته او ترڅو چې د دوحې تړون نه وي عملي شوی تر هغو به طالبان مخکې لاړ نشي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یادې سرچینې خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «مونږ به د مسکو په غونډه کې ووایو، چې د بین الافغاني مذاکراتو د مخکې وړلو لپاره مونږ ته د دوحې تړون او په کې راغلې مادې بنسټ دی او له دې پرته بل بنسټ نه منو».
د طالبانو د سیاسي دفتر یاد لوړ پوړي غړي وویل، چې «مونږ به د مسکو غونډې ته ووایو، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره مونږ له مقابل لوري سره پر یوه ایجنډا بحث کړی، چې مقابل لوري راسره منلې هم ده، نو د همغې ایجنډا په رڼا کې به مونږ خبرو ته دوام ورکوو؛ له دې پرته بله ایجنډا او طرحه د منلو نده».
نوموړي وویل چې مونږ به د غونډې ګډونوالو ته ووایو، چې «له مونږ سره د افغانستان د روانې شخړې د پای ته رسېدو همدا دوه لارې دي او له دې پرته چې کومې بهرنۍ لارې دي او یا یې بهرنیان تحمیلوي، نو هغه د افغانستان د شخړې حل ندی او نوې یا بهرنۍ لاره به اغېزمنه هم نه وي».
د سرچینې په خبره دوی به د مسکو په غونډه کې له نړیوالو سره پر دې هم بحث وکړي، چې د بین الافغاني مذاکراتو روان بهیر څنګه چټک کړي او څنګه مخکې لاړ شي.
یادې سرچینې خوځښت ټکی کام ته وویل، چې دوی به په مسکو کې د نړیوالو پوښتنو ته پر ځوابونو سربېره د ژورنالیستانو پوښتنو ته هم ځوابونه ووایي او هڅه به وکړي، چې له دې ناستې څخه په ګټه خپله خبره یو ځل بیا تر نړیوالو ورسوي.
یادې سرچینې د مسکو په غونډه کې د دوی له لوري د ګډون کوونکو کسانو نومونه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شيخ عبدالحکيم، انس حقاني، عبدالسلام حنفي ، ملا فاضل ، سهيل شاهين، شهاب الدین دلاور، عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر ویاند نعيم وردګ او خيرالله خيرخوا یاد کړل.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close