جالبنړۍ

په ایران کې یوې لور په خپل لاس خپله مور اعدام کړې

خوځښت (پنجشنبه، د حمل ۵مه، ۱۴۰۰): د ایران د رشت ولایت په مرکزي زندان کې یوې لور خپله مور په خپل لاس اعدام کړې.
مریم کریمي چې د خپل مېړه په وژنه تورنه وه او اقرار یې کړی و، چې خپل مېړه یې وژلی؛ د خپلې لور له لوري ځکه اعدام شوې چې لور یې غوښتل د خپل وژل شوي پلار د وینو غچ له خپلې مور واخلي.
مریم کریمي خپلې لور ته د دیت او بخښنې وړاندیزونه هم کړي وو، خو لور یې رد کړي وو. یادې لور د خپلې مور د اعدامېدو پر مهال د مور له پښو د دار تخته کش کړې.
مریم کریمي د تحقیقاتو پر مهال مستنطقینو ته ویلي وو، چې دې خپل مېړه ځکه وواژه چې له دې سره یې ناوړه چلند کاوه.
د ایران چارواکي وایي مریم کریمي یې د “قصدي وژنې” په جرم په دار ځړولې.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close