افغانستانځانګړی راپور

د خوځښت موندنه: ولسمشر اشرف غني د کمال خان د بند پرانیستې ته د ښځو په الوتکه کې تللی و

د خوځښت ځانګړی راپور (شنبه، د حمل ۷مه، ۱۴۰۰): ارګ ته یوې نېږدې سرچینې خوځښت ټکی کام ته نن وویل، چې ولسمشر اشرف غني د کمال خان د بند د پرانیستې مراسمو ته له خپلو مرستیالانو او پلاوي سره یوځای د کام ایر په هغه الوتکه کې نیمروز ولایت ته تللی و، چې د پیلوټ په ګډون ټوله عمله یې ښځې وې.
د سرچینې پر وینا پر عمله سربېره د کام ایر د یادې الوتکې تخنیکي پرسونل هم ښځې وې. سرچینې ددې کار لامل ونه ښود، چې ولې ولسمشر اشرف غني او ورسره مل پلاوی په هغه الوتکه کې نیمروز ته لاړ، چې ټوله عمله یې ښځې وې.
خوځښت ټکی کام ته هغه انځور هم رسېدلی، چې ولسمشر اشرف غني د یادې الوتکې تر څنګ د الوتکې له ښځینه پرسونل سره اخیستی.
د کمال خان د بند پرانیسته درې ورځې وړاندې وشوه، خو پرون یو شمېر سرچینو خوځښت ټکی کام ته په ډاګه کړه، چې ولسمشر اشرف غني د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د کمال خان د بند پرانیسته د بند د توربینونو له لګولو وړاندې کړې او لا هم ددې بند په چارو کې د سربند او کانالونو د جوړښت چارې ندي تکمیل شوي.
د سرچینو پر وینا ولسمشر اشرف غني ځکه د کمال خان د بند پرانیسته ددې بند د توربینونو له نصبولو او کانالونو له جوړښت مخکې کړې، چې ولسمشر اشرف غني غواړي د کمال خان بند له لارې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي او د سولې په پایله کې که کوم حکومت له سره جوړېږي، نو ولسمشر اشرف غني ته به د کمال خان د بند له پرانیستې تر هغې وخته کېدونکی مثبت کمپیان سیاسي ګټه ورسوي او په راتلونکي حکومت کې به مطرح وي.
د کمال خان بند درې ورځې وړاندې په نیمروز ولایت کې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مرستیالانو له لوري رسماً پرانیستل شو. ولسمشر اشرف غني د بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې له دې وروسته دې ایران تېل راکوي او مونږ به اوبه ورکوو. دغه اوبه د کورنیو جګړو له امله له دې مخکې ټولې ایران ته روانې وې.
د کمال خان د بند د جوړښت چارې له نن څخه ۵۵ کاله وړاندې پیل شوې وې، خو په هېواد کې د حکومتونو او نظامونو اوښتونونو یې مخه ډب کړې وه. په دویم وار ددې بند د جوړښت چارې لس کاله وړاندې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې.
د اوبو د تنظیم اداره وایي دغه بند چې د نیمروز د مرکز جنوب ته په ۱۸ کیلو میترۍ کې واقع دی؛ کولی شي ۱۷۴ زره هکتاره ځمکې ته اوبه ورکړي او له رسمي پرانیستې وروسته به یې له اوبو لسګونه زره هېوادوال ګټه واخلي. دا بند چې د ۵۲ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري؛ وبه کولی شي چې ۹ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close