افغانستانځانګړی راپور

طالبان: تر اوسه له مونږ رسماً د تړون د تمدید غوښتنه نده شوې

د خوځښت ځانګړی راپور (چهارشنبه، د حمل ۱۱مه، ۱۴۰۰): د امریکا د نوي حکومت له لوري د دوحې د تړون د بیا ارزونې پروسه لا هم نده بشپړه شوې، خو یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي، چې امریکا له طالبانو غوښتي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده دې له درې تر شپږ میاشتو تمدید کړي. خوځښت ټکی کام په دې اړه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له یو غړي وپوښتل، خو نوموړي دغه راپورونه رد کړل او ویې ویل، چې تر اوسه امریکا او یا بل کوم اروپایي هېواد رسماً له دوی د تړون د تمدید غوښتنه نده کړې.
نوموړي د تړون د تمدید په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وبلل او پر وینا یې له بهرنیانو سره په دې اړه د دوی کومه رسمي ناسته هم نده شوې.
د دوحې د تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه د روان کال تر مۍ میاشت پورې له افغانستانه ووځي او تر یادې نیټې به پر بهرنیو ځواکونو سربېره د دوی پر قراردادي ملیشو هم وسله وال برید نه کېږي او نه به بهرنیان د جګړې له سیمو پرته په نورو ځایونو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کوي، خو د وسله والو طالبانو ویاندویانو بیا بیا ادعا کړې، چې امریکا له دې تړونه ډېر کله سرغړونه کړې او د دوی مرکزونه یې بمبار کړي. تېره ورځ وسله والو طالبانو هم په خوست کې د خوست پر زاړه هوایي ډګر توغندوییز برید وکړ. د وسله والو طالبانو پر وینا یاد برید یې په دې اډه کې پر مېشتو امریکایي قراردادیانو کړی، ځکه دوی څو ورځې وړاندې د خوست په صبریو کې تر ۱۵ ولسي وګړي ووژل، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د توغندویي برید مسوولیت ومانه او پر وینا یې دا د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د امریکايي قراردادیانو له لوري د بې ګناه ولسي وګړو وژنې ته غبرګون و. خو یو شمېر رسنیو د وسله والو طالبانو دغه عمل د دوحې له تړونه سرغړونه بللې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې په توغنديو ویشتلې اډه کې دا مهال بهرني ځواکونه نشته. د دوحې له تړونه د دواړو لوریو د سرغړونې او له طالبانو ددې تړون د تمدید ادعاګانې داسې مهال کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې د څو هېوادونو د سفر په موخه دوحې ته رسېدلی او بیګاه شپه یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره لیدنه کړې.
طالبانو ته یوې نېږدې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط خوځښت ټکی کام ته تېره ورځ له خلیلزاد سره د ملا برادر د لیدنې په اړه ویلي وو، چې دوی دواړه بیګاه شپې ته ګوري، خو لا تراوسه معلومه نده، چې خلیلزاد به دوی ته نوې خبره څه وروړې وي. د سرچینې پر وینا دوی داسې ګومان کوي، چې دواړه لوري به د دوحې د تړون له مخې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر موضوع خبرې وکړي. تر اوسه ددې لیدنې جزیات ندي خپاره شوي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close