افغانستان

امنیتي ځواکونو تخار کې پر محصلینو ډزو کې ۱۰ تنه ټپیان کړي

خوځښت (سه شنبه، د حمل ۱۷مه، ۱۴۰۰): تخار کې د پوهنتون د استادانو د کاري اعتصاب له امله د محصلینو پر لاریون امنیتي ځواکونو ډزې کړي، چې له امله یې ۱۰ تنه ټپیان شوي.
دغه لاریون چې پرون ترسره شو؛ محصلینو غوښتل چې حکومت دې د دوی د استادانو حق ورکړي، ترڅو بېرته پوهنتون ته ورشي او د دوی ازموینې واخلي. لاریون کوونکو ویل، چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د ازموینو بهیر روان دی، خو د دوی د پوهنتون استادان د کاري اعتصاب له امله ټولګیو ته نه حاضرېږي، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې نه اخیستل کېږی.
لاریون کوونکو محصلینو د تخار عمومي پُل او لویې لارې وتړلې، چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. ځایي سرچینې وایي افغان امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو محصلینو ډزې وکړې، چې له امله یې ۱۰ تنه ټپیان شول، خو د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ادعا کوي، چې ډزې د محصلینو له لوري شوي، چې له امله یې ۲ محصلین او ۲ لارویان ټپیان شوي.

د تخار پوهنتون استادانو دوه اونۍ وړاندې د یو لاریون له ترسره کولو وروسته کاري اعتصاب پیل کړی. د تخار پوهنتون استادان ادعا کوي، چې دوی ته د کورونو لپاره د شوونکو په ښارګوټي کې ورکړل شوې ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوي او دوی ته نه ورکول کېږي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close