افغانستانځانګړی راپور

خوځښت ته د طالبانو سرچینه: د استانبول غونډه کې د ګډون او نېټې په اړه تراوسه مونږ موافقه نده کړې

خوځښت (پنجشنبه، د حمل ۱۹مه، ۱۴۰۰): ټاکل شوې، چې یوه اونې وروسته د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې په اړه د حکومت او طالبانو ترمنځ ستره لس ورځنۍ ناسته ترسره شي، چې د هېواد ګڼ سیاستوال او مدني فعالان به هم په کې ګډون کوي. یو شمېر راپورونه وایي، چې ترکیه، امریکا او ملګري ملتونه پر دې سلا شوي، چې دغه غونډه دې د اپریل په ۱۶مه ترسره شي. داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې حکومت او طالبان دواړه غواړي دغه ناسته دې له روژې وروسته ترسره شي، خو خوځښت ټکی کام ته د طالبانو یو لوړ پوړي مشر د نوم د نه ښودو په شرط وویل، چې «مونږ تراوسه ددې غونډې په اړه د اپریل له ۱۶مې نېټې سره توافق ندی کړی او نه مو هم له ملګرو ملتونو، امریکا او ترکیې غوښتي، چې دغه غونډه دې د اپریل له شپاړسمې وځنډوي».
د یادې سرچینې پر وینا دوی ته هم ویل شوي، چې په ترکیه کې کیدونکې غونډه به د اپریل پر ۱۶مه وي او دوی باید ګډون په کې وکړي، خو مونږ امریکا او ملګرو ملتونو ته په دې اړه په ناستو کې ویلي، چې «مونږ په دې اړه له خپل مشرتابه سره مشوره کوو او بیا تاسې ته ځواب درکوو». د سرچینې پر وینا «د مشرتابه له لوري تراوسه دوی ته لازم هدایات ندي رسېدلي؛ ځکه خو مو لا تراوسه بېرته د ملګرو ملتونو او امریکا کسانو ته ځواب ندی ورکړی». د نوموړي په وینا ترڅو چې د دوی د مشرتابه له لوري دوی ته په غونډه کې د ګډون په اړه لازم هدایات نه وي رسېدلي، نو دوی نشي ویلی، چې په دغه ناسته کې ګډون کوي او که نه او که یې کوي، نو په کومه نېټه به یې کوي.
د طالبانو یادې لوړپوړې سرچینې خوځښت ټکی کام ته وویل، چې که دوی د ترکیې ناستې ته ځي، نو دوی به له خپلې طرحې سره ځي، خو تراوسه یې دې ناستې ته مشخصه طرحه نده چمتو کړې. سرچينې د خوځښت دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې د استانبول غونډې ته به ستاسې د سیاسي دفتر پر غړو سربېره نور لوړپوړي چارواکي هم لاړ شي؛ وویل «تراوسه ددې معلومات نشته، چې دې ناستې ته به زمونږ د سیاسي دفتر پر غړو سربېره نور لوړ پوړي کسان هم لاړ شي که نه، څکه تراوسه په ورتللو او نه ورتللو پرېکړه نده شوې، نو له همدې امله دې غونډې ته د ورتګ لپاره د کسانو انتخاب هم ندی شوی.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close