افغانستانجالب

بامیان کې یو ځوان په خپل لګښت الوتکه جوړه کړې

خوځښت (پنجشنبه، د حمل ۱۹مه، ۱۴۰۰): په بامیان ولایت کې د داود په نوم یو ځایي اوسېدونکي یوه الوتکه جوړه کړې، چې تر ۱۰۰ مترو اندازې پورې لوړ پرواز کوي تر ۳۰۰ کیلو مترو پورې په هوا کې مزل کوي.
د باميانو والي او یو شمېر نورو چارواکو نن ددې الوتکې له جوړوونکي ياد ځوان سره کتلي او د ځوان د هڅو ستاینه یې کړې ده.
‏چارواکي وایي دغې الوتکې ته به د تخنیکي بورډ له کتنې وروسته په بامیان کې د الوتنې اجازه او زمینه برابره شي.
د الوتکې د جوړوونکي پر وینا دغه الوتکه یې په خپل شخصي لګښت جوړه کړې او په کې ډېر کارول شوي توکي المونیم دي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close