اقتصاد

په دوبۍ کې تېر کال بهرنۍ پانګه اچونه ۵۳ سلنه کمه شوې

خوځښت (سه شنبه، د حمل ۲۴مه، ۱۴۰۰): د متحده عرب اماراتو رسمي اژانس خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۰ز کال په اوږدو کې په دوبۍ کې بهرنۍ پانګه اچونه ٪۵۳ سلنه کمه شوې. دغه راپور چې په دوبۍ کې د پانګونې د پراختیا د ټولنې له لوري چمتو شوی او پرون د دوشنبې په ورځ د متحده عرب اماراتو د رسمي اژانس له لوري خپور شوی؛ په کې راغلي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې په دوبۍ کې بهرنۍ پانګه اچونه یوازي ۶.۷ میلیار ډالر شوې.
په یاد راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۹ز کال کې په دوبۍ کې بهرنۍ پانګه اچونه ۱۲.۶ میلیارد ډالر وه، چې د ۲۰۲۰ز کال په پرتله لږ څه کم دوه برابره کېږي. د راپور پر وینا په تېر کال کې دوبۍ ۴۵۵ پروژې راجلب کړي، چې دا په تېرو پینځو کلونو کې بې سارې دي، خو بیا هم پانګونه کمه شوې.
دوبۍ په نړیواله کچه ستر اقتصادي ښار دی، چې د نړۍ ډېری پانګه وال په کې پانګونه کوي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close