جالب

بې ساعته روژه

سردارولي پښتون زوی

پخوا چي افغانستان کې ساعت نه و، د روژه ماتي او پېشلمي پر وخت به په لويو ښارونو کي پر غونډيو ایښو توپونو ډز کاوه او خلک به پوهېدل، چې روژه ماتی/ پېشلمی دی.
د کابل تاريخي توپ په لومړي ځل د امير حبيب الله خان په وخت کې د ګذرګاه غونډۍ ته وخېژول شو او پر ۱۲ بجو به يې ډز کاوه، چې خلک په غرمه خبر شي او همدارنګه به یې د پېشلمي او روژه ماتي پر وخت هم ډز کاوه، چې خلکو به يې اواز خورا په احتياط اورېد.
وروسته عبدالحميد کندهاری وتوانيد، چې اتومات ماشه ورجوړه کړي، چې ټيک پر دولس بجې به له ذره بينه څخه رڼا باروتو ته ولوېده او باروتو به له اور اخيستلو وروسته ډز وکړ. ددې توپ توپچي صابر نومېد، چې وایي يو وخت د افغانانو افسانوي کس و.
يوه پېړۍ د مخه چې ساعت افغانستان ته راغی، د ساعت منار په نامه لوی منار ودرېد او له ساعته يې ښاريانو مفته ګټه اخيسته. پخوا چې ډزې او باورت نه وو، خلکو به دې ډز ته په دومره سپېڅلې سترګه کتل، چې د غرمې ډز نه وای شوی، هيچا ماشومانو ته ډوډۍ نه ورکوله.
د محمد نادرخان په وخت کې يو ايټالوی سيلاني په سېل دې ځای ته ورغلی او توپچي محمد امان ته يې د خپل لاس ساعت ورکړ، ترڅو ورته اساني وي، خو دوې مياشتي وروسته د ښاروالۍ لخوا ساعت له توپچي څخه بيرته واخيستل شو او تر ننه ورک دئ. ځينې مورخين بيا ددې ډزو دا مانا هم ورکوي، چې د وخت حکومتونو به پر خلکو د روب اچولو په نيت دا کار کاوه، چې وښيي حکومت بيدار دی. ويل کېږي چې د توپ شاوخوا کليو به د باروتو له بدبويۍ څخه شکايت لاره، خو دا چې هغه وخت جګړې نه وې، د توپ ږغ خلکو ته ښه خوند ورکاوه.
د مجاهدينو په دوره کې ډېر کوښښ وشو، چې دا توپ ښکته کړي، خو د توپ بخت په دې بيدار و، چي په پيلانو خېژول شوی و او راکښته کېدل يې د انسان د وس خبره نه وه او له ښه مرغه تر اوسه پاتې دی.
ما اورېدلي، چې دغسې توپونه د کندهار په فرقه، د پېښور په بالاحصار، د ګردېز په بالاحصار، کندز، د هلمند د مير داود اغا له زیارت سره نږدی پر لوړه غونډۍ او هرات کې هم وو.
لس کاله د مخه د کلتور وزارت په مټ توپ بېرته ورغول شو او د کابل ميلاد په ورځ اوس هم ډز کوي، خو دا چې ډزې ډېرې دي، ددې توپ ډز په کې ورک دی. وایي هغه مهال چې به د روژې میاشت کې یو کس مازیګر په بيړه کور ته روان و، په لاره کې به یو چا ورته د روژه ماتي ست وکړ، نو ده به ورته ویل: مننه ځم توپ کور ته رسوم.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close