جالبنړۍ

اندونیزیایي غلو د امریکا له حکومته ۶۰ میلیونه ډالر انټرنیټي غلا کړې

خوځښت (شنبه، د حمل ۲۸مه، ۱۴۰۰): په اندونیزیا کې پولیسو دوه تنه هغه غله نیولي، چې د امریکا له حکومته یې د کورونا ویروس د مرستو له پروګرام څخه نېږدې ۶۰ میلیونه امریکایي ډالر غلا کړي وو.
ویل کېږي دوی خپلې ویبپاڼې جوړې کړې وې او په امریکا کې یې د شاوخوا ۲۰ میلیونه کسانو شخصي مبایلونو ته پیغامونه لېږلي وو او ترې غوښتي یې وو، چې د دوی په ویبپاڼو کې خپل ټول شخصي معلومات خوندي کړي، ترڅو د حکومت له لوري د کورونا د مرستو له پروګرامه ۲۰۰۰ امریکایي ډالر مرسته ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخې زرګونو امریکایانو خپل ټول شخصي معلومات او پېژند شمېرې په دغو جعلي ویبپاڼو کې په دې هیله ثبت کړي وو، چې د حکومت له لوري له بې روزګارو کسانو سره د مرستې له پروګرامه یاده نغدي مرسته ترلاسه کړي.
دغو کمپیوټري غلو ددې کسانو همدغه شخصي معلومات له بې روزګارو سره د امریکا د حکومت د مرستو پروګرام ته د انټرنیټ له لارې لېږلي او له دې لارې یې د امریکا له بې روزګارو سره د مرستو له پروګرام څخه شاوخوا ۶۰ میلونه ډالر غلا کړي.
په اندونیزیا کې د ختیځي جاوا د ولایت د پولیسو مشر فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې دغو کمپیوټري غلو د شاوخوا ۳۰زرو امریکایانو شخصي معلومات غلا کړي او د امریکا حکومت ته یې نېږدې ۶۰ میلیون ډالر زیان اړولی.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close