افغانستاناقتصادخبرونه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: ژر به د هوايي دهلېزونو له لارې د غالیو صادرات بیا پيل شي

خوځښت (سه شنبه، د حمل ۳۱مه، ۱۴۰۰): د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې ژر به د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته یوځل بیا د غالیو صادرات پيل شي.
د یاد وزارت ویاند فواد احمدي وایي، د بودجې د کمښت په خاطر د هوا له لارې صادرات نه کېدل: “له یو لړ هڅو وروسته اوس تمه ده بېرته له هوايي دهلېزونو د غالیو د صادراتو لپاره زمینه برابره شي. له هغه ور هاخوا د لاجورد، چابهار او هم د ازبېکستان، ایران او پاکستان له لارې بهر او اروپايي هېوادونو ته د غالیو صادرات روان دي.”
نوموړي زیاته کړې، ژر به د سوداګرۍ وزارت له مخې د غالیو سکتور ته د یوه ۶ سلیزه تشویقي سبسیډي ورکول پرانېستل شي.
تر دې وړاندې د غالیو صادروونکو تاجرانو ادعا کوله چې د هوا له لارې د صادراتو په درېدو سره د غالیو په صادراتو کې نوي فیصده کموالی راغلی دی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close