شعر

د زندان له غېږې

وفیق اشنا

اسارت به مې بدل بیا په وصال شي
غم به ورک شي او زړګی به مې خوشال شي

د تیارو ټغر به ټول شي له دې کلي
ګران هېواد به مو رڼا په استقلال شي

طاغوتي لښکرې بیا په ګونډو شوي
نور به ختم هم دا کفر هم اشغال شي

د بریا چغې نارې دي له هر لوري
بیا ارام به زموږ ستړي هېوادوال شي

د زندان غېږ به خالي شي له زلمیو
طالب جان به مو تیارو ته سپین مشال شي

د وفیق ټول ارمانونه به پوره شي
امارت چې شي قایم؛ کفر زوال شي

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close