روغتیا

د سپوڼي ناروغي

ډاکتر فرید احمد منګل

سپوڼی(قارچ) د پوستکي يوه ساري ناروغي ده، چې په اسانۍ سره پدې ناروغۍ له اخته کس نه روغ ته لېږدي.
ماشومان په دې ناروغۍ ډېر اخته کيږي، ځکه چې د ناروغيو په وړاندې يې د بدن مقاومت ټيټ او پوستکی يې حساس وي.
د سپوڼي ناروغي له څارويو سره له نېغو اړيکو، خاورو، دوړو او د ناپاکيو سره د تماس له امله پيدا کيږي.
دا ناروغي لومړی د کوچنيو دانو په بڼه د انسان په لاسونو او مخ پيدا او بيا د بدن نورو برخو ته سرايت کوي.
ماشوم د سپوڼي په ناروغۍ زر اخته کيږي، ځکه چې د بدن مقاومت يې کم وي.
کله چې دا ناروغي د انسان سر ته سرايت وکړي، هلته همدا کوچنۍ دانې زوې پيدا کړي او خارښت کوي، چې ورسره د دانې د ځای وېښتان هم توييږي.
ددې ناروغۍ د درملنې لپاره بايد ناروغ مسلکي ډاکتر ته يوړل شي او له پخپل سر درملنې دې کلکه ډډه وشي، ځکه دا کار ناروغي د بدن نورو برخو ته هم خپروي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close