شعر

بیا به وایم واااه لذته واااه جنته!

مدثر شیرزاد

چې فنا شومه نو ستا شومه وصلته
په والله چې څومره ګران یې محبته

د ګویانو تشې خولې تشې خبرې
د رازونو سمندر ته یې خلوته

دا چې زه یم، زه بیا څه یم نپوهېږم
لا دلیله بې علت نه یې خلقته

څه خبرې مرغلرې مې د یار دي
هسې څه له دې بیا غواړمه رغبته؟!

ستا که ټولې رنګینۍ سره راټولې
زما د یار تر سترګو نه رسي فطرته

که بوسه د یار له خولې کړمه حاصله
بیا به وایم واااه لذته واااه جنته!

همهغه د تسنیم د خولې خبر شوه
څه ارزان ارزان مې ویشې ضرورته

خدای ته کړې مې دعا ده مدثره
ته زړه مه خوره ای زړګیه همحالته

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close