ځانګړی راپورنړۍ

تېر کال د نړۍ په ۱۸ هېوادونو کې ۴۸۳ تنه اعدام شوي

خوځښت (چهارشنبه، د ثور لومړۍ، ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د اعدامونو د مخنیوي نړیوال بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې که څه هم په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا له امله د اعدامونو بهیر کمزوری و، خو دا نړیواله ننګونه نده توانېدلې، چې د چین او ایران په څېر هېوادونه د اعدامونو د ډېرو اجرا کولو د لیست له سره راښکته کړي.
په راپور کې راغلي، چې په ځینو هېوادونو کې د نورو کلونو په پرتله د اعدام د اجرا کچه لوړه شوې هم ده. ددې راپور په وینا په ۲۰۲۰ز کال کې د نړۍ په ۱۸ هېوادونو کې ۴۸۳ تنه اعدام شوي، چې د تېر کال په پرتله ۲۶ سلنه کموالی ښیي. په ۲۰۱۹ز کې ۶۵۷ تنه اعدام شوي وو.
د ملګرو ملتونو د اعدامونو د مخنیوي د نړیوال بنسټ په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې په ایران کې ۲۴۶ تنه اعدام شوي، چې ۹ په کې ښځې دي. د راپور پر وینا په دغو اعدام شویو کسانو کې ۲۳ تنه هغه کسان دي، چې په تېر کال کې د حکومت پر ضد د یو ستر لاریون د ترسره کولو په جرم نیول شوي وو.
د راپور په خبره ددغو کسانو د اعدام لپاره جوړه شوې محکمه عادلانه نه وه او له تورنو څخه په زوراعترافونه اخیستل شوي. په دې اعدامونو کې ۳ تنه داسې کسان هم شامل دي، چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم ښودل شوي.
له ایران وروسته مصر د نړۍ په کچه دویم هېواد دی، چې تېر کال په کې ډېر اعدامونه ترسره شوي. ددې راپور له مخې په مصر کې په ۲۰۲۰ز کال کې ۱۰۷ تنه اعدام شوي. عراق هم په هغو هېوادونو کې ګڼل شوی، چې د اعدامونو کچه په کې اندیښمنوونکې ده.
که څه هم چین رسماً ویلي، چې تېر کال یې یوازې یو کس اعدام کړی، خو ددې بنسټ پر وینا چین هر کال زرګونه کسان په پټه اعداموي او د اعدامونو په اړه د نړۍ له بدترینو هېوادونو دی.
په دې راپور کې راغلي، چې په تېر کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۵ زره ۵۶۷ تنه تازه په اعدام محکوم شوي. دې بنسټ د نړۍ پر مشرانو غږ کړی، چې د اعدام په مخنیوي کې هڅې وکړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close