روغتیا

کېله د غذایي توکو سربېره د انسان د ښکلا سبب هم ګرځي

کېله یوه له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې له ګټو خو یې موږ ټول خبر یو؛ خو په دې اړه به ډېر لږ پوهېږو، چې کیله او د هغې پوټکی پخپل جوړښت کې د ښکلا له رازه ډکه ده.
۱ــ د زخو څخه د ژغورلو لپاره: د شپې له وېده کېدو دمخه پر زخو د کېلې پوستکی کېږدئ او په یوه پټۍ یې وتړئ، دغه کار هره ورځ تکرار کړئ، نو په لنډ وخت کې به له زخو وژغورل شئ.
۲ ــ د ګونځو مخنیوی: د کېلې پوستکی د انټي اکسایدو یوه ښه سرچینه ده، چې زموږ پر پوستکي حیرانوونکې اغېزې کوي، ددې لپاره د کېلې د پوستکي داخلي برخه پر خپل مخ ووهئ او یو نیم ساعت وروسته یې ووینځئ، نو په څو ورځو کې به له ګونځو وژغورل شئ او پوستکی به یې نرم شي.
۳ ــ د سپینو غاښونو لپاره: سپین او ځلېدونکي غاښونه د مخ ښکلا یو په دوه کوي، خو ددې لپاره د کېلې د پوستکي د ژوولو اړتیا نشته یوازې د کېلې داخلي برخه پخپلو غاښونو ووهئ او تر دوه ورځو یې تکرار کړئ.
۴ ــ د ماشو د چیچلو په سبب د سوخت درملنه: که چېرته ماشې ولېدل شي نو یو عادي ژوندی موجود دی خو که چېرته د بدن کومه برخه وچیچي نو زخم پرې جوړوي، نو که چېرته ماشې وچیچلئ نو د کېلې پوستکی به په هماغه ځای ووهئ نو سمدستي به یې سوخت او سوروالی ختم شي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close