اقتصاد

سږ کال په پکتیا، خوست او پکتیکا کې ۳.۶ میلیونه نیالګي تولیدېږي

خوځښت (پنجشنبه، د ثور دویمه، ۱۴۰۰): د هېواد د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې سږکال پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چهارمغزو او ځنغوزیو شپږ میلیونه نیالګي تولیدېږي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه ویلي، چې د ځنګلولۍ د ۱۰۰ ټولنو د ژمنې پر اساس خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې به سږکال د ځنغوزیو او چهارمغزو ۶.۳ میلیونه نیالګي تولید شي. د دوی په وینا یاد ولایتونه په هېواد کې د ځنغوزیو عمده تولیدوونکي ولایتونه دي.
ځنغوزي د هېواد یو له هغو میوو ګڼل کېږي، چې ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته لېږدول کېږي. ویل کېږي پر خوست، پکتیا او پکتیکا سربېره د ننګرهار او کونړ ولایتونه هم هغه ولایتونه دي، چې ځنغوزي یې بهرنیو هېوادونو ته ځي. د یادو ولایتونو غرني خلک د ځنغوزیو له لارې خپل اقتصاد رغوي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close