خبرونهروغتیا

په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۲۵۵۷۲۶۸ ته ورسېد

خوځښت (پنجشنبه، د ثور دویمه، ۱۴۰۰): د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ اعلان وکړ، چې د اپریل د روانې میاشتې د ۲۱مې نیټې د مازیګر تر ۷ بجو او ۱۹ دقیقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۲۵۵۷۲۶۸ تنو ته رسېدلی.
د یاد سازمان په وینا په دې شمېر کې یوازې ۷۹۳۰۱۱ تنه په وروستۍ ورځ پر کورونا وایروس اخته شوي.
ددې راپور له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کې له یاد وایروسه ۳۰۳۷۳۹۸ کسان مړه شوي.
د کورونا وایروس لومړی ځل په چین کې راپیدا شو، چې په ډېره بیړه د نړۍ لر او بر ته خپور شو. تر اوسه ددې وایروس څو بڼې کشف شوي. دغه وایروس په ټوله نړۍ تقریباً څلور څپې خپور شوی، چې له هرې څپې سره یې میلیونونه انسانان مړه کړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close