اقتصاد

ننګرهار کې سږکال د ځمکي توتانو ۱۵۰ ټنه حاصلات ترلاسه شوي

خوځښت (شنبه، د ثور څلورمه، ۱۴۰۰): د ننګرهار د کرنې ریاست وایي سږ کال په دې ولایت کې د ځمکي توت حاصل ۱۵۰ ټنه دی.
د ننګرهار د رسنیو د مرکز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت په دره نور، سره رود، خوږياڼو، ګوشتې، کوز کونړ او پيچر ګام ولسواليو کې د کرنې رياست او بزګرانو له لوري پر ۷۳ جريبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي، چې سږکال يې حاصل ۱۵۰ ټنه حاصل شوی دی.
د یاد رسنیز مرکز پر وینا سږ کال په جلال اباد ښار کې د یو کیلو وطني ځمکني توتانو قيمت ۱۵۰ افغانۍ ټاکل شوی.
ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې تولیدات یې هره ورځ مخ پر وده دي او ډېری حاصلات یې نورو هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close