ټولنیزې

الله ته ګيله او شکایت کول

لیکوال: طفیل هاشمي
ژباړه: امین الله
په یو​​​​​ټيوب کې یو عرب عالم ده او د خلکو ستونزې اوري. یو ځل يې وویل چې یو عمل مې سلګونو خلکو ته توصیه کړ او هیڅ پېښ نه شوو چې ستونزه يې نه وي حل شوې. داسې ستونزې چې د حل هیڅ لار يې نه لیدل کېده هم حل شوې. بیا يې د خپل یوه ملګري کیسه وکړه چې لور يې د لوړو زده کړو او ښو اخلاقو څښتنه وه خو مېړه به يې په کور کې ډېر ظلم او سختي پرې کوله. عالم وايي چې دا ملګری ما ته راغی, ستونزه يې راته بیان کړه او غوښتنه يې وکړه چې زه باید لاړ شم او د ده د لور خاوند پوی کړم تر څو چلند بدل کړي. ما ورته وویل چې دوه لارې دي. یو خو دا ته چې وايې دغسې به وکړم. ور به شم نصیحت به ورته وکړم خو دوه پایلې يې کېدی شي. یا به ستا د لور له وهلو ټکولو لاس واخلي او یا به په دې کار کې نور هم شدت راولي. دوهمه لار هغه ده چې هر یوه کس عمل پرې کړی پاتې نه ده راغلی او پایله يې مثبته وي. ملګري راته وویل چې دا عمل ما ته وښیه. ما ورته وویل چې عمرې ته لاړ شه او اللهﷻ ته ژړا او زارۍ وکه. خپله ستونزه ورته ووایه او د رحم غوښتنه وکه. هغه ملګری لاړ, عمره يې وکړه, د ژړا په حال کې يې دوعا وغوښته او خپل شکایت يې رب ته وړاندې کړ. کله چې بیرته هوټل ته راورسېده نو موبایل ته يې د لور پیغام راغلی وو تر څو ورسره ژر اړیکه ونیسي. اندېښنې واخیست چې لور به څه ورته ویل غواړي. اړیکه يې ورسره ونیوه نو لور يې ډېره خوشاله وه ځکه چې خاوند يې د شپې په وروستۍ برخه کې ورغلی وو. په ژړا ژړا يې د خپل زښت چلند بښنه ترې غوښتې وه او د بیا لپاره يې د ښه چلند پخه ژمنه ورسره کړې وه.
ما چې د عرب عالم دغه پروګرام واورېده نو رایاده شوه چې یو ځل حضرت یعقوب ع هم خپل رب ته ګيله وړاندې کړې وه. ویلي يې وو :إنما اشکو بثی و حزنی الی اللہ.
ډېر وخت لا نه ؤ تېر شوی چې د یوسف ع کمیس مبارک راورسېده.
دوهم ځل زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمد ﷺ چې کله د طایف د بدبخته خلکو لخوا په کاڼو وویشتل شو نو الله ج ته يې په دې الفاظو کې ګيله وکړه: الیک اشکو ضعف قوتی و قلۃ حیلتی و ھوانی علی الناس. په څو شېبو کې د غرونو پرښته حاضره شوه.
خبره مې دا کوله چې خلکو ته له خپلو ستونزو نه شکایتونه او ګيلې کول په حقیقت کې له خدای نه ګيله او شکایت کول دي او دا ډېره لویه بې ادبي ده. خو الله ج ته ګيله کول د خپلې بېوسي اقرار کول دي.
پاتې شوه د عمرې خبره نو الله تعالی د هیڅ ځای سره ځانګړی نه ده. هر هغه ځای کې يې موندی شې چې ته پکې يې: ھو معکم اینما کنتم.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close