ټولنیزې

د ټولنیزو اړیکو په اړه څو خبرې

نورالحق څلی

انسانان ټولنیز موجودات دي، نو ځکه د ټولنیزو اړیکو پنځونه، پالنه او ساتنه د انسان په خټه کې اخښل شوي دي. که چېرې خلک له ټولنیزو اړیکو نه بې برخې شي، پایلې به یې له فزیکي او رواني پلوه تباه کوونکې وي. دا ټولنیزې اړیکې دي، چې زمونږ ټولنیزې او جذباتي اړتیاوې پوره کوي. دا د ټولنیزو اړیکو برکت دی، چې انسانان د یوې ټولنې برخه ګرځوي او یا دا چې له یوه ولس سره یې تړي. په زغرده ویلی شو، چې اړیکې زمونږ د ژوند شتمني جوړوي.
ټولنیزې اړیکې نه یوازې هغه څه دي، چې په ټولنه کې نظم تنظیموي، بلکې د خلکو لپاره مادي، امنیتي، اقتصادي او روغتیایي ګټې هم لري. دغه اړیکې د یوه ولس د فرهنګ او تاریخي هویت په بټۍ کې راټوکېږي، پخېږي او اعتبار پیدا کوي. د ټولنې د غړو له فردي ګټو نه رانیولې تر ګروپي او ملي ګټو پورې په دغو ټولنیزو اړیکو کې ساتل کېږي.
له دې چې مونږ افغانان څلور لسیزې پر له پسې اشغالونو ځپلي یاستو او همدا اوس هم امریکایی اشغال مو سا اخیستو ته نه پرېږدي، نو زمونږ ټولنیزې اړیکې هم زیانمنې شوې دي. د دې لپاره چې افغانان د پردیو هره خبره ومني ، نو هر اشغال د یوې ایدیالوژۍ چپنه اغوستې وه. دا هر څه د دې لپاره وه، چې زمونږ ټولنیزې اړیکې داسې غوڅې کړي، چې د بیا رغېدو چانس و نه لري. ایډیالوژیکي تضادونه د مذهبي تضادونو په شان نه پخلا کېونکي دي. دغه روان امریکایي اشغال نه یوازې دا چې د« ویتامین دالر » وېش یې ډېر کړ، د دې تر څنګ یې د اجیرو رسنیو لښکر هم سمبال کړ. پایله دا شوه چې د ټولو ایډیالوژیو مخکښو څېرو د روان اشغال چوپړ ته غاړه کېښوده او ټول د اشغال پر دسترخان سره څنګ په څنګ کښېناستل. نور څه وینو ؟ مونږ نه یوازې په خپلو کوڅو کې سیمېټي دېوالونه وینو، د اجیرو رسنیو هر عنصر لګیا دی، چې د افغانانو په فکرونو او زړونو کې دېوالونه جوړ کړي. له ویلو پرته روښانه ده چې لومړی به شته پلونه ړنګوي، بیا به دېوالونه جوړوي. اشغال دا نولس کاله، همدا زمونږ ترمنځ شته پلونه ړنګوي او خپل ناولي دېوالونه لوړوي.
راځئ دغې ستونزې ته پام وکړو، که چېرې دمګړۍ نوي پلونه نشو جوړولی، دا راپاتې پلونه خو را څخه ړنګ نه کړي. زمونږ د پایښت لپاره دا مسئله خورا ډېره مهمه ده.
له بده مرغه دا یو تریخ واقعیت دی، چې نن ورځ د ډېرو افغانانو تر منځ د باور اړیکې درز شوې او ماتې دي. ډېر خلک د باور او اړیکو جوړولو پر ځای د مقابل لوري د څېرې بیان ته ګوري. سربېره پر دې، نن مونږ ډېری نه یوازې دا چې پخپله ژر په قهر کېږو، همغومره ژر نور کسان هم مجبور کوو چې په قهر شي. ایا همداسې څه هره ورځ نه تجربه کوو ؟ ایا دې ته مو پام کړی دی، چې کله زمونږ اړیکې لږ دردوونکې شې، زمونږ لومړی غبرګون دا وي چې اړیکې وشلوو. ولې داسې کوو؟ دا ګڼ شمېر لاملونه لري، دلته به یوازې دوه لاملونه یاد کړو. لومړی لامل یې دا دی، چې په خپلو اړیکو کې پولې( حدود )نه ساتو . دا کار د دې پر ځای چې اړیکې لا ټینګې کړي، برعکس د دېوال په شان یې ړنګوي. دوهم لامل یې دا دی، چې زمونږ په ژوند کې يو ناڅاپه داسې توپانونه راپیدا کېږي چې نشو کولی، خپلې اړیکې په پرله پسې توګه وپالو. دغه کار خامخا اړیکې زیانمنې کوي. فکر کوم که غواړو چې اړیکې مو ماتې او پرې نشي، نو راځئ چې خپلې اړیکې یو څه الاستیکي کړو ،چې د زغملو مقاومت یې ډېر شي. د وروستۍ خبرې په توګه غواړم یادونه وکړم هغه یواځینی څه چې اړیکې سره سریښوي هغه باور دی. راځئ چې ژر بې باوره نشو. اړیکې باید دواړو خواوو ته ګټورې وي، که داسې نه وي دوام نه کوي او له منځه ځي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close