اقتصاد

له پولیسو د شکایت له امله کندهار کې د باروړونکو موټرو ډریورانو کاري اعتصاب پیل کړی

خوځښت (دوشنبه، د ثور شپږمه، ۱۴۰۰): د کندهار ځایي رسنۍ وایي په دې ولایت کې د لوی باروړونکو سلګونو ډریورانو کاري اعتصاب کړی. دوی وایي، چې د کابل – هرات پر لویه لاره د پوليسو پوستې او د ټرانسپورټ پاټکونه له دوی غير قانوني پيسې اخلي او سپکې سپورې هم ورته وايي.
دوی وایي د لارې د پوستو پولیسو ډېر ځل بې عزته کړي، وهلي، ځينې موټروانان يې ويشتلي هم دي او ډېر کله یې د دوی په موټرو کې بار څاروي هم په ډزو ویشتي دي.
دوی نن خبریالانو ته د خپل بدن وهل شوي غړي هم ښکاره کړل او ادعا یې وکړه، چې له مقُر څخه تر فراه پورې ټولې امنیتي پوستې ترې پيسې اخلي.
د دوی پر وینا څو میاشتې وړاندې د ولسمشر اشرف غني په حکم د لارې پاټکونه لرې کړای شوي وو، خو اوس د ترانسپورت د وزیر له لوري بیا جوړ شوي او څو ځایه د لویې لارې پر سر کانتېنرونه ایښودل شوي او له دوی په زرګونو روپۍ اخلي.
دوی خبریالانو ته ویلي، چې طالبان هم ورڅخه ماليه اخلي، خو د هغوی ورکړل شوې پارچه په ټوله لاره کې د ټولو طالبانو لپاره د منلو ده، خو د دولتي پاټکونو د يوه پاټک پارچه بل پاټک نه مني.
د کندهار ځایي رسنۍ وایي کلونه کېږي، چي دغه موټروانان د پولیسو د غير قانوني پيسو له اخيستلو شکايت کوي، خو تر اوسه يې دولتي کسانو غم نه دی خوړلی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close