خبرونهروغتیا

د کرونا وایروس منفي سند لرلو پرته افغانستان ته په راتګ بندیز ولګول شو

خوځښت (سه شنبه، د ثور ۷مه، ۱۴۰۰): د افغانستان روغتیا وزارت پر هغو هېوادوالو هېواد ته په راتګ بندیز لګولی چې د کرونا وایروس منفي سند ونه لري.
د افغانستان د روغتیا وزارت، هوایي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس له منفي سند پرته هېڅ مسافر باید افغانستان ته را انتقال نه کړي ځکه په وینا یې ترڅو د کرونا وایروس خپریدو د بلې څپې مخه نیول شوې وي.
د روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزی وایي، په ګاونډیو هېوادونو کې وضعیت له نژدې څارل کېږي او د اړتیا په صورت کې به نور اقدامات هم ترسره شي.
علیزي زیاته کړه: “په اوس وخت کې موږ همدغه اقدامات ترسره کړي او که حالات له دې هم خرابیږي، مخصوصاً په ایران، پاکستان او هم هندوستان کې چې زموږ د افغانانانو ډېر تګ راتګ همدغو هېوادونو ته دی، نو به بیا پس له هغې له دې لا جدي اقدامات کېږي.”
په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت وايي چې هېواد کې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې نسبي زیاتوالی راغلي دی.
د کرونا وایروس درېیمې څپې خپرېدو په هند کې لسګونه زره کسان وژلي او دغه راز په هغه هېواد کې د لسګونو افغان محصلینو د اخته کېدو ترڅنګ د ۳۰ په شاوخوا کې افغانان هم ترې مړه شوي دي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close