ټولنیزې

داعي اوسه نه مدعي!

محب الله

د اسلام او قرآن حقانيت ثابت دی. حتی هغه کسانو ته چی (مخالفين او منتقدین يی هم دي)، دا جوته ده چی قرآن کریم په واقعيو توګه یو معجز کلام دی. مګر دا چی سربیره پر دې يی هم مخالفت او مغایرت کوي علت يی دا دی چی دوي له خپل بغض او کينی څخه نشي تیرېدلی او د ماتې د زغملو توان نلري. نو ځكه بیا هم سر بندوي او خپل دغه فکري او استدلالي مبارزی ته دوام ورکوي، ګواګی وتوانیږي یو څه په لاس راوړي او د مسلمان مدافعینو د ضعف ټکي په نښه کړي. دوي دا استدلال کوي چی؛ ”قرآن ستاسو کتاب دی او دا هغه څه دي چی موږ ته د منلو وړ ندي، ځکه چی تاسو خپل د تیرو ادوارو د حالاتو مطابق سپارښتنو ته په اوسني معاصر او متمدن (دا د اوسمهال د دويم پړاو جهالت او ذلالت ته تمدن وايی) ژوند کی جوړښت او تطابق نشی ورکولی، هغه کیسی زړی شوي او موږ نوي څه غواړو“! (حال دا چی د قرآن له اعجاز څخه خبر هم دي مګر په عین حال کی انکار هم ځینی کوي). دغه انکار به تر هغه ځایه غځیږي تر څو چی د اسلام روزل شوي بچیان سربیره په خپل دیني او عقيدتي زده کړو د معاصرو علومو په اسلحو هم سمبال شي. دا په دی معنی نده چی په اسلام کی هغه څه چی د اوسني معاصر ژوندانه د یو بشپړ نظام تمثیل وکولای شي، شتون نلري، او يا د دوي د استدلالونو ځوابول په اسلامي شریعت کی شونې نده (العیاذ باالله) -چې اسلام د ژوند تګلاره در ونه ښايی نو د انګریز په چپټرونو کې به چپ له حیوانیت، شيطان پرستۍ او سلګونه نورو شرمولو او رذايلو څخه نور څه پیدا کړئ؟… بلكه د اسلام مبارک دين بې له کوم شک او شبهې یو کامل او شامل دین (دی چې د ژوندانه ټولو ابعادو ته په شموليت د بنده ګانو لپاره د مختلفو اساسي نظامونو (سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او اخلاقي نظامونو) تمدن، فقه او فلسفه… همدا شان خاص او عام فرامین، هدایات، لارښوونی، د ستونزو، شخړو او کړکیچونو حل لاری لري: { مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ }; ژباړه[په دی کتاب کی مو هیڅ شی ندي پریښي (د هرشي بیان پکی سته)] من سورة الأنعام- آية ۳۸.
او ترڅنګ يی د یو لړ سرو کرښو او محدودیتونو وضع کوونکی دین دی چې د منکرينو پر خلاف انسان ته د پوره آزادۍ (پرته له قید او شرط هر څه کول… سردرګمۍ) اختیار هم نه ورکوي او دا يی د ورکیدا څخه ژغوري، خو پر ځای يې مقیده آزادي او اختیار ورکړی دی {دغه د آزادۍ او محدودیت موضوع لږه پراخه ده بیا به یوه ورځ پرې وغږیږو}، همدارنګه قرآن د هغه روښانه معلوم او واضح مسیر لارښود دی چې د فلاح او کامیابۍ پر لور غځیدلی وي. بلكه ځوانان باید د دین د حقانیت له ادعاؤو لرلو څخه یو ګام مخته ولاړ شي او د یو ټینګ عزم والا داعیان جوړ شي. اوسمهال ضرورت دا دی چې د اسلام هغه مخینه چې کاملیت او شمولیت لري او د وخت او زمان په هره مقطع کې د پلي کیدو وړ او د دوي د لید لوري چې؛ د دین او سیاست جلا والی، دین تنها په يو لړ خاص عبادتونو پورې محدودول او… سره جوړ جاړی نلري، راوسپړل شي او دوي ته ور وښول شي. چی دغه ښوونه دوي د عقل، منطق او معاصرو علومو سره په ارتباط ورکولو مني. نو که چېرې دغه الهي فرامین، احکام او نبوي تګلارې او سپارښتنې د عقل له لارې هم ثابتی شي نو یو خو به د منتقدینو ځواب په معقوله او قناعتبخشه طریقې سره حاصل شوی وي او بل به زموږ د عقیدې او ایماني ځواک د لا ټینګښت لپاره مهم رول ولري، چې په دې صورت کې به دوي ته نه د استدلال مجال وي او نه به د تیښتې لار ور پاتې کیږي؛ نو نتیجه به يې دا وي چې حق په حقیقي ډول د یو مسلمان په علمي احتجاج سره دوي ته بیاځلي ور پیژندل کیږي او دوي به يی په رڼو سترګو ويني، عقل او منطق به يې تصدیقوي او بالاخره دغه ماته به مني چې د دوي ادعاوی باطلی او مردودی وی او بیا ”رېښتینې بریا ته به رسیيږي“…

نو درنو ورونو، ځوانانو او سر خلاصو!
خبره تر دې وه چې دين یوازې د ملا د غاړې تاويز ندی! هرڅوک، هر مسلمان بايد سم مسلمان وي، او الزاما د خپل رب د رضا او خپل مسؤلیت د اداینې په پار د پردیو (نامسلمانو) لپاره د یو سپیڅلي او مقدس دین لرلو والا ”مسلمان“ په حیث، د صداقت، عفت، حيا، ځوانۍ،میړانی، غيرت او شهامت تمثال او نمونه وي. نو دا به د چا نه خوښیږي!؟ او څنګه به يی دعوت نه منل کېږي!؟
نو د دین او دونیا زده کړې دواړه ضروري دي، که چېرې مدرسې ته شوی بیا نو د ساینس، انګریزي او کمپیوټر والا دښمن مه جوړیږه.
او که دې اقتصاد، حقوق انګریزي او ټافل شروع کړل بیا نو د ملا او مدرسو والا سیوري په ډبرو مه ټکوه بلکه د دې پر ځای، د دین زدکړو تر څنګ معاصر علوم او د دنیوي علومو سره د خپل دیني زدکړو نه پریښودل مو پیاوړي کوي او یو ریښتونی پوه، عالم، مبلغ او په معیارونو برابر او منلی دعوتګر درڅخه جوړوي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close