جالبنړۍ

هغه کس ومړ، چې ۱۰۷۰ کسه یې په خپل لاس په دار ځړولي وو

خوځښت (سه شنبه، د ثور ۷مه، ۱۴۰۰): د مصر رسنۍ وايي ددې هېواد هغه تبعه پرون د زړه د سکتې له امله مړ شوی، چې په دې هېواد کې یې د حکومت له لوري په اعدام محکوم شوي ۱۰۷۰ تنه په خپل لاس په دار ځړولي وو.
حسین قرني، چې په عشماوي مشهور دی؛ په خپل لاس د ډېرو اعدامونو د کولو له امله د نړۍ د ریکارډونو په کتاب کې په لومړۍ درجه ثبت و. ویل کېږي، چې د عشاوي په لاس ډېری اعدام شوي کسان په مصر کې د اخوان المسلمین غړي دي. د العربیه د تلویزیون د خبر له مخې د عشماوي په لاس په اعدام کړی شویو کسانو کې شل سلنه ښځې دي، چې په بېلابېلو جرمونو په اعدام محکومې شوې وې.
عشماوي نېږدې لس کاله وړاندې د مصر په حکومت کې دنده پریښې وه؛ اوس یې د اعدام په اړه په جوړېدونکو سریالونو او فلمونو کې د اعدام ترسره کوونکي په بڼه رول ترسره کاوه. د عشاوي زوی رسنیو ته د خپل پلار مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پلار یې د مصر په حکومت کې د اعدام ترسره کوونکي په توګه له ۱۹۹۰ز کال څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې ۲۰ کاله دنده ترسره کړې وه.
عشماوي په یوه تلویزیوني مرکه کې د هغو مشهورو کسانو نومونه یاد کړي وو، چې دده په لاس اعدام شوي وو. په دغه تلویزیوني مرکه کې یې د اعدام د وخت ځینې خاطرې هم ویلې وې.
په مصر کې د اعدامونو د نړیوال ریکارډ د قایموونکي د مرګ خبر پرون داسېې مهال خپور شو، چې په همدې ورځ د مصر حکومت د اخوان المسلمین د څه باندې لسو غړو د اعدام خبر ورکړ. د مصر د رسنیو په وینا په پرونیو اعدام شویو کسانو کې پیاوړی دیني عالم شیخ عبدالرحیم جبریل هم دی. پر نوموړي تور و، چې د اخوان المسلمین غړیتوب یې درلود.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close