شعر

اشنا ! د یارۍ ویش کې به دې ما باندې احسان وي

سپین کوچی

که وخت ، څو مات ازغي د ګل له ذات را واستول
خو ګل په وینو شونډو کې، بیا شات را واستول

یارانو ! دا زموږ د عملونو نتیجه ده
چې کم وخت کې، رب څو ډوله حالات را واستول!

لاسو،پښو ته ولچکې، زولنې او ځنځیرونه
نړۍ مونږه خوارانو ته، خیرات را واستول

ملګرو ! زړه مې درد کوي، د دور پښتنو ته
چا سره،په وینو شنه بنګړي مات، مات را واستول

اشنا ! د یارۍ ویش کې به دې ما باندې احسان وي
دردونه که دې ماته، یو څه زیات را واستول

دا چم، چې یوسف مخي ډیر لري، دا خو کنعان
ګردونه د یوسف د پښو، زکات را واستول

عجیبه معمّا شوه، ورته ناست یم، نه حلیږي
جانان په پسته ژبه، سخت لغات را واستول

دا ټوله شپه چې ناست، تر ملا آذانه پورې ویښ وي
کوچي ته شوګیرونه چا، سوغات را واستول

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close