ټولنیزې

د مادياتو پادشاهي

رشید احمد حقپال

نن سبا په ټولنه کې د خلکو د چلند له وجهې غريبو خلکو په ځان، خپل فکر او نظر خپل باورونه له لاسه ورکړي.
زه د خپل چم ګاونډ ډېری هغه مېړني او پوهه ځوانان پېژنم چې د خلکو د توپيري چلند چې د مادياتو پر بنأ ورسره کېږي، د خپلو ځانونو په بې ارزښتۍ قايل کړي دي.
ډېر انسان دوسته د همدې ځوانانو په پوهه، مهارت، شرافت او اخلاقو هيڅ ډول ملاحظات نلري مګر د ټولنې ماده پرستو داسې حال ته راوستي چې ځان په هيڅ حسابوي.
که نړۍ او ماده پرست خلک يې په همدې خيال او فکر کې وي نو انسانان به تر هغې ارزښتمند وي، تر څو چې دولت ولري او کله چې ماديات له لاسه ورکړي، له صحنې به د يک بار مصرفه توکي په څېر وويستل شي.
يوه ډله ځوانان دي چې پلرونو يې په لږ وخت کې ډېر غبن او ښې غلاوې وکړې. په چاپلوسۍ يې د ځينو په دربارونو کې ځانونه مطرح کړل او له همدې ذلالت نه يې ډېر څه لاسته راوړل.
د پورته ډلې اولادونه بې هنره او يوازينی مهارت يې غلا ده. سره له دې چې ټول يې په کړنو ښه خبر دي خو بيا هم د ټولنې ډېر خلک يې ښه بولي او حتی ځينې اشراف خپلو اولادونو ته د هغوی په څېر د کېدو نصيحت کوي او بيا بعضې يې د رب له لوري په پلار داسې اولادونه ځانګړې پېرزوينه بولي.
که ټولنه او خلک يې داسې پر مخ روان وي، خلک به اخلاقي لوري پرېږدي او هغه طرفونه به په هر حال ونيسي په کومه کې يې چې د مطرح کېدو څرک تر سترګو کېږي، چې دا کار مېړانه نده بلکې اخلاقي فساد دی او بايد په هيڅ حالت کې ونشي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close