شعر

چې اخلي پۀ وړه،وړه خبره د چا ژوند

سپین کوچی

ارزښت نلري یو بل ته اکثره د چا ژوند
چې اخلي پۀ وړه،وړه خبره د چا ژوند

چې رنګ واخلي او ښکلي شي، لۀ سترګو شي پناه
وې ستا پۀ څېر د ژمې مازیګره د چا ژوند

ماښام یو بل ته غاړې ورکوئ ښۀ پۀ خندا
یارانو معلوم نۀ دی تر سهره د چا ژوند

شېبه،شېبه، قدم،قدم وي ډار او اندېښنه
بیل نۀ شو پۀ دې چم کې لۀ خطره د چا ژوند

زما د سپېره قام، سپېرۀ نصیبه درته ژاړم
تر تا پورې ایسار نۀ شو اختره د چا ژوند

کوچیه د تقدیر پۀ فیصلو مو دی ایمان
کړي کډه بۀ چې ختم شي لۀ بَرَه د چا ژوند

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close