شعر

ژونـــد بـــــه ولې د بــل ژوند پورې تــړلی

ښه مې بولي چې د خــان چاره وي سـازه
ښـــاد و یـــاد شـــمله یې هسکه سـرفرازه

ښه به هله وم د ځان په حق چې ښه شم
ژوند که ډک کــړم د خوندونو له امـــتیازه

مــــهر څــه و خو همــــدا و چې ارام وای
د الفــت تمــــه حـــــرامـــــه ده لـــه بــازه

ژونـــد بـــــه ولې د بــل ژوند پورې تــړلی
که خــــبـــر وای د خوږو شـــېبو لـــه رازه

پـــه نــــازونو دې اوږې زمـــا درنـې کـــړې
پــه رټـلو غـورځــــېدلی یـــم لـــه نیــــازه

پــه حقیق د هغه دوه سترګو احــسان دی
چـــې نـظــــر یـې تر خــتـــن دور و درازه

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close