افغانستانروغتیا

ولسمشر غني د کورونا په اړه په لویدیځ کې له مېشتو افغان ډاکترانو سره مشورتي ناسته کړې

خوځښت (شنبه، د ثور ۱۱مه، ۱۴۰۰): له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن مازیګر د کرونا د درېیمې څپې د مدیریت په اړه په امریکا او اروپا کې له افغان روغتیایي متخصصینو سره د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ انلاین مشورتي غونډه ترسره شوه.
د خبرپاڼې پر وینا په دې مشورتي غونډه کې د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزې، د واکسین د تطبیق، د اکسیجن رسولو او د روغتونو د تجهیز په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ بحث او خبرې شوي.
د خبرپاڼې له قوله د عامې روغتیا وزارت مسوولینو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه تشخیص شوې، چې له ختیځ څخه لوېدیځ ته د حرکت په حال کې ده او تر ټولو زیاتې پېښې یې په ننګرهار، لغمان، کندهار، کابل، هرات او نیمروز ولایتونو او کمې یې په خوست ولایت کې ثبت شوي دي.
په دې ناسته کې د روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې دا مهال د کرونا ویروس د ټیسټ ۲۴ دستګاوې په ۱۸ ولایتونو کې موجودې دي او د جون د میاشتې تر پایه به ټولو ولایتونو ته پراختیا ومومي.
ولسمشر اشرف غني د دوی د خبرو او معلوماتو له اورېدو وروسته د اکسیجن د کمبود معضلې په رفع کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې باید د خصوصي سکتور همکاري جلب شي او همدا راز دې د اکسیجن د کمبود معضلې د مدیریت په موخه پر یوه پلان هم کار وشي.
د ولسمشر اشرف غني په خبره د واکسین او اکسیجن تطبیق باید د لومړیتوب په کټه ګورۍ پلان شي او زیانمنو شویو برخو ته لومړیتوب ورکول شي. همدا راز دې د کرونا ویروس درېیمې څپې د مدیریت په اړه د زیات بحث په خاطر په امریکا او اروپا کې مېشتو افغان روغتیايي متخصصینو سره د همغږۍ غونډې دوام ولري.
ولسمشر اشرف غني داسې مهال د کورونا وایروس په اړه په لویديځ کې له مېشتو افغان روغتیایي متخصصینو سره مشورتي انلاین ناسته کړې، چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د کورونا کچه یو ځل بیا په لوړېدو ده.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close