جالبنړۍ

احمدي نژاد خپل یو سرتېری په یو میلیون ډالر ازاد کړی

خوځښت (یکشنبه، د ثور ۱۲مه، ۱۴۰۰): د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد د بوشهر په ولایت کې په یوه وینا کې ویلي، چې ده د خپلو ۵۷ سرتېرو د ازادۍ لپاره د قطر د امیر په منځګړتوب ۵۷ میلیون ډالر د ایران مخالفینو ته ورکړي، ترڅو په ۱۹۹۲ز کال کې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران نیول شوي سرتېري ازاد کړي.
احمدي نژاد ویلي، چې ده ددغې پیسو چک د قطر امیر ته لېږلی و، خو د قطر امیر دغه پیسې له ځانه لنډې کړې او ایران ته یې د ۵۷ میلیون ډالرو چک بېرته ستون کړ.
‏محمود احمدي نژاد ندي ویلي، چې دغه پیسې یې کومې ډلې ته ورکړي، خو د پیسو اخیستونکې ډله یې دېرش کاله وړاندې په سوریه کې د بشارالاسد مخالفه وسله واله ډله یاده کړې. د احمدي نژاد پر وینا دغه سرتېري په ۱۹۹۲ز کال کې په سوریه کې نیول شوي وو.
د محمود احمدي نژاد دغې تازه څرګندونو په ایران کې غوغا راپورته کړې. د ایرانیانو پر وینا که څه هم دغه پیسې د قطر د امیر له لوري ادا شوي، خو د یو سرتېري پر سر یو میلیون ډالر ورکول نامناسبه سودا ده او باید دا کار نه وای شوی.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close