افغانستانځانګړی راپور

په تېرو ۲۰ کلونو کې ۷۰زره افغان امنیتي سرتېري وژل شوي(ځانګړی راپور)

د خوځښت ځانګړی راپو (یکشنبه، د ثور ۱۲مه، ۱۴۰۰): د اسټرالیا اِس بي اِس راډیو په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو نېږدې ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۷۰ زره سرتېري وژل شوي.
دغه شمېره له هغو کسانو پرته ده، چې د حکومت د ملکي دندو پر مهال وژل شوي. که څه هم په یاد راپور کې یوازې د حکومت د امنیتي کسانو د وژنې شمېره ښودل شوې، خو د ملکي او اداري کسانو د وژنې شمېره هم نېږدې همدومره ښودل کېږي.
ددې راپور پر وینا “اټکل کېږي، چې په تېرو نېږدې ۲۰ کلونو کې نږدې ۷۰ زره افغان سرتیري وژل شوي او په لسهاوو زره نور ټپیان شوي دي، خو جګړه تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.
د اِس بي اِس په دغه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې “په تېره نېږدې شل کلنه جکړه کې شاوخوا ۲۴۰۰ امريکايي پوځيان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شوي‌ دي”. که څه هم د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو وژل شویو پوځیانو شمېر د ۲۴۰۰ شاوخوا ښيي، خو ویل کېږي هغه شمېره چې د امریکا حکومت پټه کړې؛ له دې څو چنده زیاته ده.
د امریکا د برون پوهنتون لخوا یوه ترسره شوې څېړنه ښيي، چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې امریکا په افغانستان کې له دوه ټرېلیونو ډالرو ډېرې پېسې لګښت کړی.
د ناټو رسمي سرچینې وایي، چې په تېرو نېږدې ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ناټو د غړو هېوادونو ۱۱۴۴ سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي، خو ویل کېږي د امریکا په څېر ناټو هم د خپلو تلفاتو شمېره پټه کړې او دغه شمېره څو چنده لوړه ده. دا ځکه چې د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د ۴۱ اسټرالیايي سرتېري وژنه مني، خو د نظامي چارو کارپوه نظام الدین وردګ خوځښت ته وویل، چې اسټرالیا په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ډېرې داسې جګړې کړي، چې په هره یوه کې له لسو پورته اسټرالیایي پوځیان وژل شوي. د نوموړي پر وینا پر اسټرالیایي پوځیانو لسګونه بمونه هم چاودېدلي. د نظام الدین وردګ پر وینا په افغانستان کې د اسټرالیایي پوځیانو د مرګ شمېره له ۳۰۰ پورته ده، خو پټه ساتل شوې.
د “کاسټ آف وار” پروژې په خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کېږي چې په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې له ملکي افغانانو وروسته تر ټولو زیات افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي.
ویل کېږي ملکي تلفات له سل زرو پورته دي، چې ډېری یې د بهرنیانو او افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې رامنځ ته شوي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close