سیاسي

جوبایډن به د یمن شخړه هواره کړی شي؟‎

لیکنه: ایشان ثارور او روبي ملن

په منځني ختیځ کې یمن لا د مخه د بایډن لخوا د خپل مخکیني میراث څخه په انکار مشهور و. په فبرورۍ کې د امریکا نوې ادارې اعلان وکړ، چې د یمن په اړه به د متحده ایالاتو د پالېسۍ سمون یوه بېلګه وي؛ خو که بېلګه وي، نو د یمن لپاره به یې پایله څنګه وي؟ ورپسې بایډن اعلان وکړ، چې امریکا له دې وروسته په یمن کې د سعودي عربستان د هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي چې جنګي جرایم یې رامنځته کړي دي. بله ورځ د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته په رسمي ډول خبرداری ورکړ چې دا به د یمن حوثي یاغیان د حکومت د بهرني ترورېستي سازمانونو له لېست څخه وباسي، چې دغه پرېکړه د ټرمپ د حکومتولۍ په خلاف او د جوبایډن د حکومتولۍ له افتتاح څخه یوازې څو ورځې مخکې وشوه.
سره له دې چې په یمن کې له نیمې لسیزې بمبارونه وشول، درنې او سپکې وسلې وکارېدلې، خو بیا هم حوثي یاغیان د دغه هېواد په هغو ګڼ شمېر سیمو کې پراته دي چې د یمن خلک پکې اوسېږي.
د سعودي تر مشرۍ لاندې جګړه د زرګونو ملکي وګړو په مرګ او د دغه هېواد پراخه بې ثباتۍ پورې تړاو لري چې د یمن اوسېدونکي یې له لوږې، ناروغۍ او بې پایه بشري ناورین سره مخ کړي دي.
د ټرمپ د ماموریت پر مهال د امریکا د هغو سیاستوالو غوښتنې بې ځایه وګڼل شوې، چې ویلي و امریکا دې په یمن کې د سعودي په مشرۍ جګړې نه لاس په سر شي ځکه چې په وینا یې د سعودي لخوا جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی، خو بایډن بیا د ټرمپ په خلاف یمن کې د سعودي له جګړې ملاتړ نه کوي.
ورته مهال د بایډن چارواکو ټینګار وکړ، چې دوی د سعودي د خاورې ساتنې ته ژمن دي ، چې وخت په وخت د حوثي یاغیانو لخوا پرې د توغندیو ډزې کېږي. په ټوله کې دا هغه څه دي، چې له بشري حقونو سرغړونې او په ملکي وګړو بریدونو ته زمینه برابروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې “زموږ اقدام په بشپړ ډول د تیرې ادارې له خوا د وروستۍ دقیقې طرحې بشردوستانه پایلو ته رسیدل دي ، کوم چې ملګرو ملتونو اود بشري حقونو سازمانونو وروسته څرګنده کړې چې دا به د نړۍ ترټولو بشر پالی بحران ګړندی کړي”.
له شاوخوا شپږ کالو راهیسې امریکا په یمن کې د سعودي په مشرۍ له جګړې ملاتړ وکړ او په دغه هېواد کې یې جګړه لا ګرمه کړه چې د نړۍ په کچه یې تر ټولو ستر بشري ناورین رامنځته کړ.
خو اوس ددې جګړې پای ته رسولو لپاره به یواځې دا بسنه ونکړي، چې امریکا به له دې وروسته په یمن کې د سعودي په مشرۍ له جګړې ملاتړ نه کوي، ځکه دا جګړه اوس دومره پیچلې ده چې قومي، سیاسي، سیمه ایز او مذهبي اختلافات یې رامنځته کړي دي.
که څه هم ملګرو ملتونو په یمن کې د امریکا له وروستي اقدام څخه ملاتړ کړی او ستایلی یې دی، خو دغه ستر بشري ناورین ته یواځې او یواځې هغه جنګي ډلې د پای ټکی اېښودلی شي چې په یمن کې په جګړو ښکېل دي او تر ټولو زیات زیان یې ملکي وګړو ته رسېږي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close