ټولنیزې

ځئ تاسې ازاد یئ!

استاد حامد افغان

شلم د روژې، کال ۸ هجري، د مکې د فتحې په ورځ رسول الله ﷺ کعبې ته ننوت، څو رکعاته لمونځ یې وکړ، بېرته چې راووت د مکې په دروازه کې ودریدی، بهر قریش (د رسول الله قومیان او د مکې کفار) ټول راجمعه شوي وو، رسول الله ﷺ د فاتح سالار په توګه د بیت الله له دروازې هغوی مخاطب کړل: اې د قریشو ډلې! تاسو څه فکر کوئ چې زه به څه درسره کوم؟!
تېره دیارلس کلنه موده کې چې دې مفتوح قوم له رسول الله ﷺ او د هغه له ملګرو سره څومره بد او ناانساني چلند کړی و هغه ټول زموږ مخکې ده، خو له دې سره د رسول الله له مهرباني او شفقته دا ظالم کفار ناهیلي نه وو، ځکه خو یې په ځواب کې ورته وویل: موږ ګومان کوو چې ښه به راسره کوې، ته زموږ عزتمن ورور یې او زموږ د عزتمن ورور زوی یې. قالوا : خيرا ، أخ كريم وابن أخ كريم.
د هغوی په دې خبره سره رسول الله ﷺ هغوی ته دا تاریخي جمله وویله: ځئ، تاسې ازاد یئ. قال : اذهبوا فأنتم الطلقاء. فتح الباري ۶۱۲/۷. قریش د رسول الله قومیان او هیوادوال وو، هغه هیوادوال چې د هغو د ظلم او وحشت کیسو په اوریدلو نن هم د هر انسان غونی زیږیږي، خو هغه ظالم قوم ته د اسلام مهربانه پیغمبر بښنه وکړه (اذهبوا فأنتم الطلقاء).
بې له بښنې او یوه بل ته له تېریدنې نه هیواد او ولس کې یووالی راتلی شي، نه سوله رامنځته کیدی شي او نه یو ولس او قوم پاتې کیدلی شو، په قتلونو او وژنو به ایله د غچ او انتقام لمبې بلې لرو، د کوهي د چیندخانو په څېر به سره لګیا یو او اخیر به نیست او نابود او له منځه ورک شو. الله دې نه کړي…

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close