سیاسي

امریکا به افغانستان هېر کړي؟

نورالحق نبي زاده څلی

راځئ چې دمګړۍ د سیمې د جیوستراتیژیکي او جیوپولیټکي بدلونونو له راسپړلو څخه په څنګ تېر شو.
امریکا د خپلو جیوستراتیژیکو ګټو لپاره افغانستان لاندې کړی دی. د واشنګټن موخې زمونږ د هېواد له پولو څخه ډېرې وړاندې ځي، د امریکا د سیمه ییزو پالیسیو او د ستراتیژیکو ګټو ساتنه په بر کې نیسي. سیمه ( چین، روسیه، پاکستان، ایران او منځنۍ آسیا ) زمونږ په خاوره کې امریکایي اډې نشي زغملی. نو ځکه زمونږ پایښت له سخت ګواښ سره مخامخ دی. په افغانستان کې پوځي اډې پنټګان او د امریکا څارګرو ادارو ته د ټوپ وهلو ښه تخته په لاس ورکوي، ترڅو زمونږ د ګاونډیو هېوادونو پر ضد جاسوسي فعالیتونه مخته یوسي او دا هم حتمي راتلونکې ده، چې امریکا به د خپل توغندیو ضد نړیوال دفاعي سیستم ځينې برخې په دغو اډو کې ځای پر ځای کړي. څه فکر کوئ چې که چېرې په نړۍ کې د سپتمبر د پېښو په شان یوه بله لمسوونکې ستراتیژیکه چاودنه وشي زمونږ د اولس برخلیک به څه وي؟ بله خبره، همدا اوس چې د امریکا سیمه ییزو رقیبانو د کابل ادارې وسله والو مخالفینو ته داسې وسلې لا ندي ورکړي، چې د جګړې بڼې ته بدلون ورکړي، که چېرې سبا ته یې ورکړي څه به وشي؟ ایا دا منطقي کار دی چې ساعتي بم ( امریکایي اډې ) په خپل کور کې ولرو؟
د بهرنیو ځواکونو وتل ډېر ښه کار دی. له دې کار سره به موږ یو ځل بیا د اسقلال او خپلواکۍ خاوندان شو، د یوه ولس په توګه به خپلې ملي ګټې تعریف کړو او خپل لومړيتوبونه به پخپله وټاکو. په بله وینا موږ به د پردیو سیاستونو او پلانونو برخه و نه اوسو. تر ټولو ښه کار به دا وشي چې دغه د روان اشغال« د بېل یې کړه، اېل یې کړه» شیطاني سیاست به پای ته ورسېږي.
زه دا وېره بېخي نه لرم چې کورنۍ جګړه به پېښه شي. دا تبلیغات په خپله اشغال او هغه کسان کوي چې ګټې یې د روان اشغال او جګړې په دوام کې دي. واقعیت دا دی، چې زموږ په هېواد کې جګړه د پر له پسې اشغالونو او بهرنیو لاسوهنو له امله وه او ده. اوسنی اشغال مات دی او په راتلونکو پنځوسو کلونو کې بل اشغالګر نه پیدا کېږي. امریکا دومره ستونزې لري، چې له وتلو وروسته به بیا افغانستان هېر کړي. چین د نوي زبرځواک په توګه په دې وروستیو دېرشو کلونو کې داسې څه نه دي کړي چې د کوم هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وګڼل شي. د افغانستان دغه څېرې چې په دې څلورو لسیزو کې له هر اشغال سره نوکر وو، اوس له روان اشغال سره اجیران دي، نور د پخوا په شان جګړې نشي کولی. ځکه له یوې خوا څوک یې نه تمویلوي، له بلې خوا زموږ ټول ګاونډي هېوادونه د چین د اقتصادي پروژو او پانګه اچونو په جال کې ښکېل دي. د چین پانګه اچونه بیا سولې ته اړتیا لري.
وګورئ! همدا اوس چین د پاکستان په یوې پروژې کې ۶۰ میلیارده ډالر پانګه اچونه کړې ده. په ایران کې به په راتلونکو ۲۵ کالونو کې ۴۰۰ بېلیونه ډالر پانګه اچونه وکړي. په تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان کې د چین پانګې اچونې خورا ډېرې دي. همدا اوس د ترکمنستان او ازبکستان ګاز د پایپلاینونو له لارې چین ته لېږدول کېږي. په داسې حال کې چې زموږ په شاوخوا هېوادونو کې د چین او روسیې پانګې اچونې وي، ایا په افغانستان کې به څوک د جګړې دوام ته اجازه ورکړي ؟ سلیم عقل خو یې نشي منلی. سوله ییز افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close