نړۍ

اسرایېلي پوځیانو یوه ۶۰ کلنه فلسطینۍ مېرمن په ډزو وژلې

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): د فلسطین د روغتیا وزارت وایي هغه فلسطینۍ مېرمنې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې، چې تېره ورځ د بیت لحم په جنوب کې د اسرایېلي پوځیانو په مرمۍ ټپي شوې وه.
د فلسطین د رسنیو د مرکز پز وینا اسرایېلي پوځیانو پرون سهار په نحالین ښار کې پر ۶۰ کلنه مېرمن رحاب موسی خلف ډزې وکړې او سخته یې ټپي کړه، چې د سختو ټپونو له امله د شعاري تسیدک روغتون ته یوړل شوه، خو وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه. اسرایېلي پوځیانو پر یادې ۶۰ کلنې مېرمنې تور پورې کړی، چې غوښتل یې په یوه وسپنه پر اسرایېلي پوځیانو برید وکړي، خو دوی پرې ور مخکې شول او په ډزو یې وویشته.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close