افغانستان

حزب اسلامي په ننګرهار او لغمان کې پوهنتونونه جوړوي

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): حزب اسلامي ته نېږدې یوې سرچینې خوځښت ټکی کام ته ویلي، چې د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي خپل کور حزب اسلامي ته ورکړی، ترڅو حزب اسلامي په کې پوهنتون جوړ کړي.
د سرچینې په وینا حزب اسلامي له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د یو پوهنتون د جوړولو پر ودانۍ کار پیل کړی دی. تر اوسه نده معلومه چې حزب اسلامي به له دغو دواړو ودانیو یو پوهنتون جوړ کړي او که جدا جدا.
د حزب اسلامي رسمي ویبپاڼه ډیلي شهادت وایي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له لوري په لغمان ولایت کې هم د یو پوهنتون د جوړولو هدایت ورکول شوی دی. یادې ویبپاڼې ویلي، چې دوی په کابل کې له وړاندې د خپل فعال پوهنتون “اسلامي پوهنتون” لپاره پینځه نیم جریبه ځمکه هم اخیستې.
دا مهال حزب اسلامي په ټول هېواد کې د اسلامي پوهنتون په نوم یوازې یو پوهنتون لري، چې پر فعالیت یې پیل کړی. د یاد پوهنتون په پینځو نورو ولایتونو کې څانګې هم شته. تراوسه یاد پوهنتون د پوهنې له وزارت سره ندی راجستر شوی، خو نصاب یې تایید شوی. د یاد پوهنتون اسناد د پوهنې وزارت له لوري نه منل کېږي، خو د حزب اسلامي د تعلیمي څانګې مسوولین پرلپسې هڅې کوي، چې د پوهنې وزارت شرایط پوره کړي او اسناد یې د منلو شي.
دا مهال د هېواد په کچه ۳۹ دولتي او ۱۲۷ شاوخوا شخصي پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو موسسې فعالیت کوي چې زرګونو محصلان په کې په زده کړو بوخت دي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close