افغانستان

طالبانو په فراه کې له ۲۰ زیات سرتېري او کمانډویان وژلي

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې د ملي اردو او کمانډو ګډ مرکز په بمونو الوځولی، چې له امله یې د ملي اردو او کمانډو له شلو پورته سرتېري وژل شوي.
د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع رسنیو ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د یو تونل په کیندلو د پوستې لاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د دغو توکو د انفجارولو له امله د پوځ او کمانډو یاد ګډ مرکز له منځه تللی او په کې مېشت سرتېري وژل شوي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني نن ولسي جرګې ته وویل، چې د ملي اردو او کمانډو په دغه ګډ مرکز د وسله والو طالبانو په دې برید کې له شلو پورته سرتېري وژل شوي. یو شمېر نور چارواکي بیا وایي، چې پر یاد مرکز له چاودنې وروسته طالبانو وسله وال برید هم وکړ. د دوی پر وینا طالبانو د فراه په ګڼو نورو ولسوالیو کې هم پر امنیتي پوستو او مرکزونو بریدونه کړي، چې درانه تلفات یې اړولي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې برید پړه منلې او ویلي یې دي، چې په دې برید کې یې د اردو د قومندان نورالدین کابلي په ګډون د اردو ۱۵ سرتېري او د قومندان معین او قومندان محمد په نوم د کمانډو ۷ تنه وژلي. قاري یوسف احمدي ادعا کړې، چې له دې ویجاړ کړي مرکزه یې ۱۵ میله وسله هم وړې.
فراه د هېواد په لویدیځ کې پروت ناامنه ولایت دی، چې د وسله والو طالبانو د پراخ شتون شاهد دی. د روان پسرلي له پیل سره سم په دې ولایت کې جنګونو زور اخیستی او هره ورځ وسله وال طالبان پر حکومتي پوستو او ولسوالیو بریدونه کوي. د فراه امنیتي مسوولینو ددې برید په اړه تراوسه چپه خوله دي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close