افغانستان

ولسمشر اشرف غني روغتیا وزارت ته: که د اکسیجن یوه ډبه مو غلا کړه، نو د بند ۲۰ کاله سزا درکوم

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): د روغتیا وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وایي ولسمشر اشرف غني ورته ویلي، چې که ددې وزارت له اړوند توکو څخه که آن د اکسیجن یوه ډبه هم ورکه شي او یا نور کوم روغتیایي تجهیزات ورک شي، نو مسوول شخص به یې په ۲۰ کاله بند محکومېږي.
له عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روغتیا سرپرست وزیرنن په ټولو ولایتونو کې د روغتیا رییسانو ته د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د ولسمشر اشرف غني یاد هدایات ابلاغ کړي. د سرپرست وزیر وحید مجروح په وینا ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې له هېواده بهر ته د روغتیا وزارت د اړوند توکو د لېږد مخه ونیسي
د قضايي چارو شنونکي وایي یو مجرم ته د ولسمشر له لوري د سزا د ورکړې حد ټاکل د ولسمشر په صلاحیتونو کې نشته. د دوی پر وینا که چېرې د جزا د قانون د کومې مادې او یا فقرې پر اساس کوم څوک د خیانت او فساد له امله په ۲۰ کاله بند محکوم شي، نو د منلو ده، خو له دې پرته یو چاته د ۲۰ کاله سزا ورکول د قانون خلاف عمل دی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close