سیاسي

ایا امریکایان به د سپټمبر په میاشت کې له هېواد څخه ووځي؟

محمود حقاني

امریکایانو څو کاله په شدت سره دا هڅه کوله، چې طالبان او د کابل اداره مذاکراتو ته کښینوي او دوی ځانته د درېمګړو رول غوره کړي. په دې برخه کې چې کله د طالبانو له مقاومت سره مخامخ او خپلې ټولې هڅې او فشارونه یې بې ګټې ولیدل، نو طالبانو سره مخامخ خبرو ته ننوتل. د مذاکراتو په ترڅ کې یې هڅه کوله چې د ډیپلوماسۍ له لارې طالبان مات، تر مینځ یې درځونه پیدا او یا داسې تړون پرې لاسلیک کړي، چې له مخې یې دوی د میدان وړونکي او طالبان بایلونکي شي.
د مذاکراتو په جریان کې هم امریکایانو دا هڅه کوله، چې د کابل اداره په مذاکراتو کې راګډه او مذاکرات درې اړخیز کړي؛ خو د طالبانو دا ټینګار، چې د هېواد د معضلې د خارجي بُعد له حل څخه وړاندې له کورني اړخ سره مذاکرات بې ګټي دي؛ د دې لامل شو، چې تر پایه د کابل اداره له مذاکراتو څخه لیرې وساتل شي. له اتلس میاشتې پېچلو مذاکراتو څخه وروسته د ګڼو هېوادونو د نماینده ګانو په شتون کې له امریکایانو سره تړون امضاء شو. د تړون له مخې امریکایانو د څوارلس میاشتو په موده کې له افغانستان څخه د وتلو وعده وکړه، له افغانستان څخه امریکایانو او د هغوی متحدینو ته د ګواښ نه پېښیدو تضمین ورکول شو او د هغوی په وړاندې په هېواد کې عملیات متوقف شول، د مجاهدینو پنځه زره تنه بندیان ازاد او له کورني اړخ سره مذاکرت پیل شول.
مجاهدین او عام افغانان تړون ته خوښ وو، په ټوله کې تړون د هېواد په ګټه او د افغانانو د بریا او د امریکایانو د ښکاره ماتې څرګندونه یې کوله.
داسې انګیرل کیده چې د تړون له مخې به امریکایان په ټاکلې موده کې ووځي او کورنی اړخ، که د طالبانو له شرایطو سره سم سولې ته غاړه نه ږدي نو د طالبانو له لوري د پوځي ځواک په کارؤلو سره به په هیواد کې ثبات او امنیت منځته راشي. خو امریکایان په خپل عهد ونه درېدل او له تړون سره سم یې د طالب مشرانو نومونه له تورلیست څخه لیرې نه کړل، خپلو بمباریو ته یې دوام ورکړ او دا دې تازه یې اعلان وکړ چې تر سپټمبر پورې په افغانستان کې پاتې کېږي.

ایا رښتیا هم امریکایانو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده؟
په افغانستان کې د امریکایانو شتون څو لویې موخې درلودلای شي، یوه دا چې عملا د اسلامي نظام او دولت د منځته راتګ مخه ونیسي، دویم دا چې په افغانستان کې د نورو ځبرځواکو د پوځې حضور او سیاسي نفوذ مخنیوی وکړي او دریم دا چې د منځنۍ اسیا هیوادونو کې خپل نفوذ ته لاره هواره او د هیواد نور ګاونډیان او د سیمې نږدې هیوادونه وڅاري او د اړتیا په وخت کې یې وویروي او یا یې پرضد پوځي ګام پورته کړي.
د امریکایانو لپاره مطلوبه خبره دا وه چې په هیواد کې یې هر ډول مقاومت له مینځه وړی وای او له خپل ګوډاګي رژیم سره د تړون په ترسره کؤلو یې په هیواد کې د دایمي پاتې کیدو سند ترلاسه او بې له کوم مزاحمت څخه یې خپلې موخې تعقیب کړې وای، خو امریکایانو ونشو کولای چې مقاومت له مینځي یوسي، د جګړې بڼه یې بدله کړه په خپل نیابت یې افغانان جګړې ته وړاندې او خپله په خپلو اډو کې پاتې شول، چې په دې سره یې تلفات او خسارات خورا راکم شول.
د امریکا پیاوړي اقتصاد، امکاناتو او پوځي ځواک ته په کتلو؛ امریکا تر ډېر اوږده وخت پورې په افغانستان کې د خپلو ناچیزه تلفاتو او خساراتود زغملو توان او حوصله لري. امریکایان د دې ناچیزه تلفاتو او تاوانونو له کبله په افغانستان کې له خپلو لویو موخو څخه نه تیرېږي او داسې نه ښکاري چې د وتلو نیت دې ولري.

له روانې لوبې څخه د امریکایانو موخې څه دي؟
د امریکایانو هڅه دا ده چې په افغاستان کې مقاومت په یومخیز ډول له مینځه یوسي او د دوی ځواکونو ته پېښ بالقوه ګواښونه دفع کړي. له پوځې لارې د مقاومت له مینځه وړل ګران کار دی، دا ځل له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو څخه د مقاومت د له مینځه وړلو پرکټیس کوي. دوی هڅه کوي چې طالبان د اسلامي نظام له داعیې څخه تېر، په انتخاباتو، موقت یا مشترک حکومت باندې یې قانع او په دې توګه د هغوی تحریک منحل او د اړتیا په صورت کې په موقته توګه له افغانستان څخه خپلځواکونه وباسي، خو څه موده وروسته بېرته راستانه او بې له کوم مزاحمت او مقاومته په هېواد کې د اوږده وخت لپاره واړوي.

امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې پېښ بالقوه ګواښونه کوم دي؟
د امریکایانو په نیابت د جګړه کوونکو افغانانو تلفات خورا لوړ دي، دا تلفات که نور هم لوړ شي او طالبان په کتلوي توګه د دې ځواکونو وژلو ته مخه کړي نو ښایي دا ځواکونه له پښو وغورځیږي او د طالبانو په وړاندې د جګړې روان ساتلو توان له لاسه ورکړي. چې په دې صورت کې به طالبان د هیواد په دومره پراخه جغرافیه واکمن شي چې حتی جنګیالي به یې د امریکایانو د اډو د دیوالونو ترشا ورورسیږي چې بیا به امریکایي پوځیان اړ وي چې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ښکیل او پراخه تلفات وګالي. د امریکایانو لپاره به بل اختیار دا وي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره لسګونه زره نور سرتیري افغانستان ته راولېږي چې په دې سره به امریکایان یو ځل بیا په پراخه جګړو کې ښکیل شي، تلفات او خسارات به یې زیات شي.
سیمه یز قوتونه په افغانستان کې د امریکایانو د پوځي حضور مخالف دي. دا قوتونه ممکن له طالبانو سره پراخه پوځي مرستو ته مخه کړي. او طالبانو ته د الوتکو ضد وسلې او د امریکایي اډو د ویشتلو لپاره پرمختللي توغندي ورکړي. چې په دې سره به د امریکایي ځواکونو تلفات لوړ او له خپلو داخلي ملګرو سره به یې د هوایي مرستو وړتیا محدوده شي. د هوایي ځواک له پراخه مرستو څخه بې برخې اجیر جنګیالي به په کتلوي توګه ووژل شي او په لنډ وخت کې به له پښو وغورځېږي.
طالبان په هیواد کې له مختلفو منابعو څخه د پام وړ عایدات راټولؤي او د خپل ښه مالي وضعیت سره سم ښایي چې په نړیوال تور بازار کې د الوتکو ضد وسلې او د پوځي مراکزو د ویشتلو پرمختللې توغندي وپیري اود پوځي برلاسي په موخه یې د امریکایانو په وړاندې وکاروي.
ښایي عام افغانان له طالبانو سره لاس یو او عمومي پاڅون وکړي چې په دې صورت کې هم د امریکایانو ملګری رژیم راپرځؤل کېږي او امریکایي پوځیان اړ کېږي، چې له افغانانو سره مخامخ جګړو کې ښکېل شي.

طالبانو ته څه پکار دي؟
طالبان باید په امریکایانو خوشباوره نشي، حقایق درک کړي، خپلې حوصلې لوړې او تر لسیزو د خپل مقاومت د جاري ساتلو عزم وکړي. له کورني اړخ سره روان د سولې مذاکرات متوقف کړي او په تیریګرو ځواکونو خپل عملیات له سره پیل کړي. د خپلې مبارزې په طرز کې ځینې ابتکارات راولي د بیلګې په توګه د نوي نسل د روزلو لپاره ښوونځیو ته اسلامي انقلابي نصاب جوړ او په جدي توګه یې تطبیق کړي. په دې سره به د دیني طلباء وو تر څنګ په لوړه کچه د ښوونځیو شاګردان هم د دین او هیواد دفاع ته ملا وتړي، بیا به مجاهدین د اوس په تناسب د لا زیاتو عملیاتو د ترسره کؤلو ظرفیت ولري، لوړ تلفات به زغملي شي او د دښمن له لیکو څخه د افرادو د حذفولو وړتیا به یې لوړه وي. د نوی نسل په روزلو سره به یې د دښمن صف ته د ځوانانو د ورتګ مخه هم نیولې وي.
دا واقعیت باید درک شي چې امریکایان د سپټمبر په میاشت کې هم له هیواد څخه نه وځي، امریکایان که په رښتیا مات وای او د وتلو نیت یې درلودالی نو له هغه تړون څخه یې سرغړونه نه کوله چې په خورا خواریو او ستړیاوو یې ترلاسه کړی ؤ. دا ناشونې برېښي چې امریکایان دې په سپټمبر کې په داسې حال کې له هیواده ووځي چې سرتیري یې تر بریدونو لاندې وي، طالبانو د دوحې تړون د امریکایانو له لوري مات اعلان کړی وي او له خپل لوري د تړون هیڅ مادې ته کوم التزام ونه لري، او د دوی له وتلو وروسته په اسانۍ سره په ټول هیواد واکمن شي.
امریکایانو په سپټمبر کې د بهرنیو ځواکونو د ویستلو اعلان د دې لپاره کړی چې په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو د انحلال پروسه بشپړه کړي. امریکایان هیله لري چې طالبان به له کورني اړخ سره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي، دوی به یې درییم ګړي وي، د ګاونډیانو او سیمه ییزو هیوادونو له لوري به په طالبانو فشارونه وارد کړي او هغوی به اوربند، انتخاباتو، مشترک یا مؤقت حکومت منلو ته اړباسي.امریکایان دا هیله هم لري چې ښایي طالبان د دوی په وړاندې عملیات وځنډوي، چې په دې سره به د طالبانو په لیکو کې درځونه پیدا او وبه پاشل شي.
د یرغلګر، عهد شکن، حربي او کافر دښمن په وړاندې بې له کوم شرعي دلیل څخه د فرض عین جهاد ځنډول به د طالب جنګیالیو له لوري جدي پوښتنې راپورته او په خپلو مشرانو به یې بې باورۍ ته لاره هواره او په خپل سر به د یرغلګر او عهد شکن دښمن په وړاندې پوځي عملیاتو ته مخه کړي.
امریکایان به د طالبانو د باور د راجلبولو لپاره خپلو پراخه هڅو ته دوام ورکړي. خلیلزاد او نور امریکایي استازي به له طالب استازو سره خپلولیدو کتو ته دوام ورکوي، پاتې بندیان به خوشې کړي، له تورلیست څخه به د مشرانو نومونه لیرې او په بیا بیا به په سپټمبر کې د حتمي وتلو وعدې کوي، په بدل کې به یې له طالبانو څخه د بین الافغاني خبرو د دوام او د دوی په سرتیرو د عملیاتو د نه ترسره کولو غوښتنه کوي.
که طالبانو له کورني اړخ سره مذاکرات وځنډول او په بهرنیو ځواکونو یې حملې پیل کړې او یا یې هم مذاکراتو ته دوام ورکړ خو یو موټي پاتې شول، او له خپل دریځ څخه وانه وښتل، نو د سپټمبر میاشتې په رانژدې کېدو به امریکایان دا څرګندونې پیل کړي چې په سپټمبر کې د سرتیرو ویستل ناشوني دي، دوی د خپلو سرتیرو په ویستلو باندې له سره غور کوي، اوس په افغاستان کې وضعیت دې ته اماده ندی چي موږ خپل سرتیري وباسو او داسې نور. لنډه دا چې هغوی چې د اتلس میاشتینیو منډو او ستړیاوو په نتیجه کې امضاء شوی تړون ماتولای شي نو له خپلې خبرې او اعلان څخه هم په اسانۍ بیرته اوښتلی شي.
د طالبانو دا دریځ منطقي او معقول ؤ چې د هیواد د معضلې د بهرني بُعد له حل کیدو څخه وړاندې یې له داخلي لوري سره مذاکرات نه کؤل. لکه څنګه چې د بهرني بعد د حل کیدو لپاره تړون امضاء شو، خو امریکایانو تړون مات او د هیواد د معضلې بهرنی بُعد بیرته ناحل شوی پاتې شو، نو اوس د دې وخت دې چې له کورني اړخ سره بې ګټې مذاکرات سمدلاسه ودرول شي. په داخلي اړخ باندې په ډېرې سختۍ سره د دوحې تړون دې مذاکراتو ته د بنسټ او مبنی په توګه منل شوی ؤ اوس چې دا تړون مات شوی ، طالب مرکچیان به په کومو سترګو له داخلي اړخ سره مخامخ خبرو ته دوام ورکوي.
د مجاهدینو له لوري باید په بهرنیانو عملیات پیل او داسې فرض شي چې امریکایان په نږدې وخت کې د وتلو اراده نه لري. که امریکایان په رښتیا هم ووتل نو بیا د هیواد د معضلې د داخلي بُعد حل کول سخت کار ندی، سوله او مذاکرات به لومړنی اختیار وي او که کار یې ورنه کړ په لنډه موده کې په ټول هیواد باندې ولکه ټینګیدای شي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close