سیاسي

له پردیو ګټه کېږي؟ / شهرت ننګیال

له بهرامه ښادي حرامه؛ پردی، پردی دی؛ څنګه چې ترهګر ښه او بد نلري پردی هم په همدغه تله او کاڼي ښه او بد نشي لرلی.
پردی تر هغه وخته ښه دی، چې د ګټو د خوندیتابه مزی یې د چا له لکۍ سره غوټه شوی وي. کله چې د منافعو خبره له منځه ووځي؛ د اړیکو مزي سست نه، بلکل بیخي پرې کړي.
د دوی ملګرتیا داسې ده لکه د یخ په ټوټه لیکلې دې لمر ته ایښې وي. بیا د خپلو ګټو لپاره ستا له مخالف او دښمن سره له غاړه وړلو هم نشي ایسارېدی. هر پردی چې را واخلې د خپلو ګټو تله او کاڼی ورسره وي؛ ځکه خو یې د خپلو ګټو لپاره تل خپل ملګري په سخته کې یوازې پریښي او په ډېره نامردۍ یې نه دا چې ورته شا اړولې، بلکې په دښمنۍ هم ورسره درېدلي دي.
موږ په تېره نیمه پېړۍ کې د روس، سعودي، پاکستان، ایران او بلا نورو د دوستۍ او مرستو حقیقتونه او د پردې شاته پلانونه او توطېي کتلي، چې لا پای یې نه دی موندلی.
په تېرو څو کالو کې طالبانو حکومتي اړخ ته د امریکا د پېغور ګوته لکه ساتله، اوس حکومتي لوری طالبانو ته د امریکایي اډو د ساتنې پېغور ورکوي.
له دې جوتېږې، چې پردی د هر چا لپاره تور او پېغور دی. هغسې تور او پېغور چې هره غاړه بلکې هر څوک یې له غاړې په لیرې کولو ځانونه اړ ګوري. حکومتي اړخ طالبانو ته، پاکستان پېغور ګرځولی، طالبانو پاکستان ته د غني د پټ سفر د ډنډورې ډول غاړې ته اچولی. په دواړو بلکې د دواړو ترمنځ مشترک ټکی دا راوځي، چې امریکا او پاکستان دواړه تور او پېغور دي، داوړه یې په سپيناوي ځانونه اړ ګوري.
پردیپالنه هغه تور او پېغور دی چې کارمل هم په وروستیو کې غوښتل له یاد تور خپلې اوږې سپکې کړي، نجیب هم له خپلې لمنې د دغه داغ په پاکولو ستړی و، ځکه خو دواړو د شوروي پوځونو د ایستلو ادعا خپله کارنامه پېژندله.
اوس حامد کرزی چې د امریکا په مټو واک ته ورسېد، د امریکا خروج د خپلو سیاستونو ثمره ګني، ولسمشر غنی چې واک ته د رسېدو پر دویمه ورځ یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، وایي د امریکایانو د وتلو شرایط یې له ولسمشرۍ دمخه[ دوه زره څوارلس] چې د دغه پروسې مسوول و؛ برابر کړي.
دا هر څه له پردیو د یو ډول پټ کراهت د مجبوریت څرګندوی بلل کېږي، خو زموږ هغه وخت سد سر ته راځي، چې پردیو مو له نورو سره معاملو ته ګونډه ماته کړې وي.
یوازې پردی کټ تر نیمو شپو نه وي، هر پردی د نیمې لارې ملګری خېژي، ځکه خو باید خپل فکر، خپلې مټې، خپل هېواد، خپل خلک، خپله خاوره او ولس د خپلې تنې سیوری وګرځوو؛ خپله تکیه، ډاډ او مټ یې وپېژنو.
د پردیو تکیه یوازې شرم او عار په میراث پرېږدي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close