نړۍ

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار: ممکن امریکا له چین سره مخامخ شړې ته ولوېږي

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکارهنري کسینجر وايي ددې اندیښنه شته، چې امریکا او چین له یو او بل سره مخامخ شخړې ته ولوېږي او شخړه پیل کړي.
۹۷ کلن کسینجر په امریکا کې د مک کین پوهنتون ته د وینا پر مهال ویلي، چې د چین مخ پر وده اقتصادي ځواک او تخنیکي وړتیا هغه څه دي، چې امریکا ته د ځغملو ندي، نو ځکه ممکن امریکا داسې دريځونه ونیسي، چې چین به یې پر وړاندې متحرک شي.
د کسینجر پر وینا امریکا او چین په اتومي ټیکنالوژۍ او مصنوعي استخباراتي څار کې له یو او بله د مخکې کېدو هڅې کوي او دا هغه څه دي، چې دواړه هېوادونه د یو او بل پر وړاندې نفرت ته هڅوي.
د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار له وړاندوینې مخکې نورو امریکایانو هم ورته څرګندونکې کړې وې. د چين او امریکا تر منځ په دې شپو کې پر یو او بل د بندیزونو لړۍ په شدت روانه ده. تر دا مهاله دواړو هېوادونو د یو او بل په لسګونو افرادو باندې بندیزونه لګولي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close