افغانستان

خلیلزاد: په مناسب وخت کې به د استانبول ناسته وشي

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملي پخلاینې د عالي شورا له رییس او غړو سره په نننۍ ناسته کې ویلي، چې د استانبول ځنډېدلې ناسته به په مناسب وخت کې له پوره چمتووالي سره ترسره شي.
زلمي خلیلزاد داسې مهال د ملي پخلاینې عالي شورا ته د استانبول د ناستې ډاډ ورکوي، چې وسله والو طالبانو په یاده ناسته کې له ګډون کولو تر ډېره انکار کړی. طالبانو د امریکا له لوري د بهرنیانو د وتلو د نېټې د ځنډ په غبرګون کې ویلي وو، چې دوی به تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي؛ په هیڅ داسې کانفرانس کې ګډون ونکړي، چې د افغانستان په اړه پرېکړه په کې کېږي.
‏لومړی ځل د استانبول د ناستې لپاره د اپریل شپاړسمه ټاکل شوې وه، خو اوی معلومه نده، چې خلیلزاد به وتوانېږي، چې طالبان له خپل دریځه په شا کړي که نه.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close