افغانستان

کابل ښار کې د ملي امنیت درې کارمندان وژل شوي

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت وایي نن ماسپښین ناوخته ۲:۳۵ دقیقې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د وسله والو موټرسایکل سپرو په ډزو کې د ملي امنیت درې کارکوونکي وژل شوي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي دغه برید د لومړۍ ناحیې اړوند د شور بازار په سیمه کې شوی. د عیني شاهدانو پر وینا بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي.
په کابل ښار او ولسوالیو کې پر حکومتي کارکوونکو د وسله والو هدفي بریدونه په دې وروستیو وختونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او هره ورځ کابل ښار او ولسوالۍ د هدفي وژنو د څو بریدونو شاهدان وي.
پرون ماسپښين هم وسله والو طالبانو د فضل الله په نوم د افغان پوځ هغه افسر وژلی و، چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر وینا د باګرام په زندان کې یې پر طالب بندیانو ظلمونه او وحشت کاوه.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلي خبر کې ویلي وو، دغه وژل شوی ضابط له څه مودې د دوی د جنګیالیو تر څارنې لاندې و، چې تېره ورځ یې د یو ځانګړي برید په پایله کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په بلسان سیمه کې په نښه کړ.
تر اوسه د ملي امنیت پر کارکوونکو د برید پړه کوم چا په غاړه نده اخیستې. حکومت له پرلپسې هڅو او نیونو سره سره ندی توانېدلی، چې د هدفي وژنو مخه ونیسي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close