سیاسي

سوله ولې نه راځي؟

خلیل عاصم

کوم وخت چې عثماني خلافت ختم شو، نو نړیوالو زبرځواکو لکه روسیې، چین، امریکا، برتانیې او فرانسې اُمت په ۵۰ کلونو کې پر ۵۷ مستقیمو یا غیر مستقیمو هېوادونو وویشه اودا هېوادونه څوک مستقیم نور بیا غیرمستقیم اشغال شول.
د نولسمې پېړۍ له شروع څخه اتحاد جماهیر شوروي یوه نه ماتیدونکې نظریه پیش کړه، چې هغه د کمونېزم نظریه وه، چې ټوله دنیا ترې په وهم کې وه. په اروپایي او اسلامي هېوادونو کې یې کمونیستي تنظیمونه جوړ کړه او ښه ډېر مصاریف یې پرې وکړل. په اسلامي هېوادونو کې لیبیا، عراق، سووریه یا شام، سوډان او افغانستان هغه هېوادونه وو، چې کمونستي نظریې په کې پراخې ریښې وکړې، ځکه خو اتحاد جماهیر شوروي دولت دا تصمیم ونیو، چې نور د عمل وخت دی، باید خپل پلان عملي کړم. هغه هېوادونه چې رسماً په اتحاد جماهیر شوروي کې مدغم شوي وو، هغه اوس یوه نه بېلېدونکې برخه وه لکه قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او اذربایجان دا هغه غټ اسلامي هېوادونه؛ کوچني اسلامی هېوادونه نور هم وو، خو یو مشکل شوروي درلود، چې هغه له تودو اوبو څخه لرې والی و، نو په دط خاطر په ۱۹۷۹ کې یې پر افغانستان یرغل وکړ، خو د الله تعالی کړه بیا جلا وو. الله تعالی دا خالي لاس افغانان ورته بلا کړل. کوم وخت چې نړۍ دا خبره درک کړې، چې افغانان نه ماتېدونکی قوم دی، نو که اسلامي دي یا کفري هېوادونه؛ پرافغانانو یې د مرستو سېلاب راخپور کړی. که هغه د نغدو په شکل کی دي یا د اسلحو یا د خوراکي توکو په شکل کې، نو د الله تعالی فضل وشو، د شوروي ماتې حتمي شوه او د ټولو افغانانو دا هیله پیدا شوه، چې په افغانستان کې به یو قوي اسلامي حکومت راځي.
بل طرف ته امریکا، شوروي او کاونډیو ته بیا دا وهم پیدا شو، چې که چېرې په افغانستان کې یو قوي اسلامي حکومت راشي، نو دا د جهاد تګلاره به هر ځای کې عملي کېږي اواُمت به بیا یو سالار پیدا کوي او دا ټوټه ټوټه اُمت به یو ځل بیا خپل عظمیت ته رسېږي. همدا لامل و، چې شوروي، امریکا او ګاونډیانو ټولو پر دې خبره اتفاق وکړ، چی یو قوي اسلامي حکومت دې مینځ ته نه راځي. له ډېرو کوښښونو څخه وروسته بعضې جهادي ګوندونه، چې په سر کې یې مسعود او رباني وو؛ د ببرک له پلویانو سره یو اتحاد ته ورسول او یو کرغېړن تړون یې په جبل سراج کی ورسره وکړ. په ۱۹۸۹ز کې شورویان ووتل، خو هغه بل شوی اور یې همداسې بل وساته. غرب او اسلامي هېوادو پرهغو احزابو خپلې مرستې بندې کړې، چې افغانانو حساب پرې کاوه او غټ اسلامي ګوندونه یې فلج کړل. همغه و، چې بیا بعضو اخلاصمندوعلماو او مجاهدینو د علماو په نوم یو تحریک شروع کړ او مشر یې لوی ملا صیب وټاکه؛ کار یې له میوند څخه شروع کړ، چی تر کابل، مزاراو کندوز ورسېد. د هېواد په ۹۰ سلنه خاوره یې اسلامي نظام حاکم کړ او د ټول اُمت توجو ورته راواوښته.
بیا غرب ته وېره پیدا شوه، چې دا خو ترهغه زړو مجاهدینو لا خطرناک شول، نوهمغه و، چې لویدیځ د امریکا په مشرۍ پر افغانستان يرغل وکړ؛ شمال ټلوالې یې کومک وکړ او د همغه زاړه تړون پر بنیاد یې د علماو تحریک وپاشه. جهاد بیا له سره شو. پوره شل کاله یې پر افغانانو خپل زور وواهه او غرب هر رنګه وحشت وکړ، قسم قسم بمونه او وسلې یې استعمال کړې، ښه په خرپ یې ډالر وویشل او ښه ډېر ګوډاګیان یې هم پیدا کړل، خوهیڅ نتیجه یې ور نکړه. د غرب ټولې خوارۍ په سیند لاهو شوې او له علماو سره تر۱۴ میاشتو مذاکراتو وروسته یې له علماو سره تړون وکړ، چې موږ وزو او اخري نېټه یې هم د مۍ لومړۍ نېټه اعلان کړه، خو د مۍ اول تاریخ پوره شو، خو امریکا لا نه ده وتلې؛ بلکې څلورمیاشتې وخت نور هم غواړي.
اصل کې روسیه، امریکا او ګاونډیان دا کوښښ کوي، چې د ځینو ډلو او ټپلو ترمنځ بیا یو داسې تړون وکړي، چې د علماو شلو کالو د قربانیو ثمره بیا په سیند لاهو کړي، چې هغه یو قوي اسلامي حکومت دی او دلته یو ځل بیا اسلامي نظام حاکم نه شي. که چېرې دلته اسلامي نظام حاکم شي، په پوره معنا بیا ټول هغه ولسونه له دې نظام څخه الهام اخلي او راپوته کېږي، چې یا د سېکولرېزم او یا یو کرغېړن شاهي نظام په حاکمیت کې د محکومیت ژوند کوی.
افغانانوته په کار ده، چې د علماو تر شا کلک ودرېږي او خپلې حق مبارزې ته دوام ورکړي. د غرب او طاغوتیانو پلانونو ته بیدار وي او د دوی فاسد پلانونه د الله تعالی په مرسته ورشنډ کړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close