نړۍ

په صلاح الدین کې د بهرنیو ځواکونو قرارګاه په توغندیو ویشتل شوې

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): عراقي رسنۍ وایي ددې هېواد په صلاح الدین ولایت کې د البلد په نوم د بهرنیو ځواکونو پوځي اډه په توغندیو لګېدلې.
د یادې اډې مسوول منلې، چې پر اډه یې بیګاه سپه درې توغندي لګېدلي، خو د تلفاتو او زیان خبره یې رد کړې.
د امریکا دفات وزارت په بوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو توغندیو له امله د دوی پوځیانو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې.
دا لومړی ځل ندی، چې په عراق کې د بهرنیو ځواکونو یاده اډه په توغندیو ویشتل کېږي. دوه اونۍ وړاندې هم یاده اډه په توغندیو ویشتل شوې وه.
عراقي امنیتی سرچینو خبر ورکړی و، چې د برید په ترڅ کې ۵ امریکایي متقاعد سرتیري ټپیان شوي دي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close