نړۍ

بېل ګیټس خپلې ښځې ته طلاق ورکوي

خوځښت (سه شنبه، د ثور ۱۴مه، ۱۴۰۰): د نړۍ مشهور پانګه وال او د مایکروسافټ د کمپنۍ مشر بیل ګیټس وايي تصمیم یې نیولی، چې خپلې ښځې ته طلاق ورکړي.
بېل ګیټس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دده خیریه بنسټ او درې بچي هغه ګټه ده، چې ده له خپلې ښځې لاس ته راوړې او له دې وروسته به هم په خپل خیریه بنسټ کې له خپلې ښځې میلنډا ګیټس سره ګډ کار وکړي، خو ګډ ژوند ته نور د پای ټکی ږدي. بیل ګیټس له ملینډا ګیټس سره ۲۷ کاله پخوا واده کړی و او اوس یې له میلنډا څخه درې بچي دي.
د مایکروسافټ د کمپنۍ مشر بېل ګیټس یو مهال د نړۍ په کچه لومړی شتمن کس و، خو اوس د نړۍ څلورم شتمن کس ګڼل کېږي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close