افغانستان

په هېواد کې د سیلابونو له امله تر اوسه ۲۲ تنه مړه شوي

خوځښت (دوشنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): ‏د هرات ولایت په ادرسکن، کرخ او اوبه ولسوالیو کې د درندو بارانونو له امله سیلاوونه راوتلي، چې د سیمې خلکو ته یې د درندو مالي زیانونو سره د سر زیان هم اړولی دی. له سیمې څخه لومړني راپورونه وایي، چې تر دې مهاله د ۲۲ تنو مړینه تائید شوې ده.
‏بل پلو له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي چې تر دې مهاله د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې ټولټال ۲۲ تنه وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي دي. له پېښو سره د مبارزې وزارت په ګڼو ولایتونو کې د پراخو سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
په هېواد کې په ګڼو ولایتونو سربېره په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم د سیلابونو د راوتلو اټکل شوی.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close