جالبنړۍ

نوی ریکارډ؛ د روان کال لومړیو ۴ میاشتو کې امریکا کې نېږدې ۱۶ میلیونه ټوپکونه خرڅ شوي

خوځښت (سه شنبه، د ثور ۱۳مه، ۱۴۰۰): د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې پرون د مۍ پر څلورمه په خپل خپور کړي څېړنیز راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۱ز کال په لومړیو څلور میاشتو کې په امریکا کې ۱۵ میلیونه ۹۶۶ زره او ۳۸۹ ټوپکونه خرڅ شوي، چې دا له ۱۹۹۸ز کال راپدېخوا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
د یادې ادارې پر وینا دا د روان کال په لومړيو څلورو میاشتو کې په امريکا کې د ټوپکو پلورلو نوی ريکارډ دی. ددې ادارې د راپور پر بنسټ دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو دېرش زياتوالی ښیي.
د امریکا د نښې ويشتلو د ورزش د صندوق وياند مارک اليوا رسنیو ته ویلي، چې په امریکا کې د ټوپکو د اخيستلو سرعت د ټوپکونو د توليدي سرعت په پرتله چټک دی.
په امریکا کې په دې وروستیو کې د ټوپکو په وسیله د مرګ ژوبلې د جنایي پېښو شمېره هره ورځ پورته روانه ده. د امریکا حکومت که څه هم د ټوپک اخیستو لپاره ګڼ داسې قوانین جوړ کړي، چې ددې کار مخ ونیسي، خو لا هم د ټوپکونو د اخیستو بازار مخ پر وده روان دی.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close