افغانستانځانګړی راپور

د بهرنیو ځواکونو پر وتلو افغانان خوشاله دي که خپه او ایا کورنۍ جګړه به رامنځ ته شي؟ (د خوځښت ځانګړی راپور)

د خوځښت ځانګړی راپور (چهارشنبه، د ثور ۱۵مه، ۱۴۰۰): د دوحې د تړون له مخې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي وای او په افغانستان کې یې خپل ټول جګړه ییز او استخباراتي فعالیتونه په ټپه درولي وای، خو د امریکا د نوي حکومت ولسمشر جوبایډن د تړون له کتنې وروسته رسماً وویل، چې دوی دغه نېټه د سپتمبر تر ۱۱مې غځوي. د امریکا د ولسمشر او د ناټو د سرمنشي د رسمي اعلانونو له مخې اوس ټاکل شوې، چې ټول بهرني ځواکونه به پر امریکا د ۱۱سپتمبر د برید د شل کلونو له پوره کېدو سره له افغانستانه وځي او ټولې جګړه ییزې چارې به افغان حکومت ته سپاري. د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نېټې له راڅرګندېدو سره ځینو افغانانو خوښۍ وکړې، خو ځینې نور بیا اندیښمن وو. خو د امریکا له لوري د دغې مودې د تمدید د نېټې له اعلان سره هم د افغانانو پر مخ د اندیښنو او خوښیو نښې لیدل کېږي. دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو افغانان خوښ دي که نه؟ او څومره اندیښنې شته، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به کورنۍ جګړه پیل شي؟
په دې اړه خوځښت ټکی کام له یو شمېر افغانانو سره غږېدلی. د پوهنتون استاد او د چارو شنونکی استاد لطیف الله قمري د بهرنیانو پر وتلو خوښي ښيي، نوموړي خوځښت ته په دې اړه وویل، چې «د بهرنیانو وتل غوره اقدام دی؛ زه پرې له زړه خوشحاله یم». نوموړی د د بهرنیو پوځيانو له وتلو وروسته د کورنۍ جګړې د پیل امکان نه ردوي او اندیښنه ښيي، چې «د بهرنیانو له وتلو وروسته به د لنډ وخت لپاره جګړه ګرمه شي، خو ژر به بېرته مهار شي» د نوموړي پر اند «د داخلي اوږدو جګړو امکان ډېر کم دی، ځکه طالبان سياسي او نظامي پياوړتیا لري، چې دا د داخلي جنګونو د مخنوي لپاره يو ښه ټکی دی».
په ګوانتنامو زندان کې له څوارلسو کلونو د پروت افغان بندي اسدالله هارون ورور رومان شیرزاد هم د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه عمل بولي او د ملت غوښتنه یې ګڼي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «د بهرنیانو وتل نه یوازې دا چې ښه عمل دی؛ بلکې دا زمونږ د افغان مظلوم ملت د اکثریت مطلق غوښتنه هم ده او دا یو نیک پال او د خپلواکۍ په لاره کې اړین ګام بولم» د نوموړي په باور په دې کار سره «له پردیو پرته د خپل هېواد د ارضي تمامیت ساتنه او رغونه بېرته افغان ولس ته سپارل کېږي».
رومان شیرزاد په دې یقین دی، چې «د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته به په تمامه معنا امن راځي؛ هدفي وژنې، شپینۍ چاپې، غلا، غصب، درغلي، اختطاف، جاسوسي او د پردیو لپاره د هر ډول کار کولو مخه به هم ډپ شي». د نوموړي پر وینا «دلته به اصیل افغانان حاکمیت پیدا کوي، افغانان به د امن ساه اخلي، چې دا د افغان ولس یوازینۍ ارزو ده؛ امن به وي، ترقي به وي او عزت به وي» د اسدالله هارون دا ورور پر دې اند دی، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به «طبعیي خبره ده، چې د وطن، ازادۍ اوعزت دښمنان د وضعې د مختل کولو لپاره د دغه نوي خپلواک ملي او اسلامي حالت د مخنیوي په خاطر هر ډول هڅې کوي او قصداً به امن خرابول غواړي، خو نوی اسلامي حکومت به له هیچا سره ظلم نه کوي».
د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال نورالحق نبي زاده هم د بهرنیو ځواکونو وتل «ډېر ښه کار» بولي. د نوموړي پر وینا «له دې کار سره به موږ یو ځل بیا د اسقلال او خپلواکۍ خاوندان شوو، د یوه ولس په توګه به خپلې ملي ګټې تعریف کړو او خپل لومړيتوبونه به پخپله وټاکو» نبي زاده پر دې اند دی، چې «نور به موږ د پردیو سیاستونو او پلانونو برخه و نه اوسو؛ تر ټولو ښه کار به دا وشي، چې دغه د روان اشغال د بېل یې کړه؛ اېل یې کړه شیطاني سیاست به پای ته ورسېږي». نوموړي خوځښت ټکی کام ته د کورنۍ جګړې د پیل د انديښنې په اړه وویل، چې « زه دا وېره بېخي نه لرم، چې کورنۍ جګړه به پېښه شي؛ دا تبلیغات په خپله اشغال او هغه کسان کوي، چې ګټې یې د روان اشغال او جګړې په دوام کې دي؛ واقعیت دا دی چې زموږ په هېواد کې جګړه د پرلپسې اشغالونو او بهرنیو لاسوهنو له امله وه او ده، اوسنی اشغال مات دی او په راتلونکو پنځوسو کلونو کې بل اشغالګر نه پیدا کېږي». نوموړی د حکومت مشرانو ته په اشاره زیاتوي، چې «د افغانستان دغه څېرې اوس له روان اشغال سره اجیران دي، نور د پخوا په شان جګړې نشي کولی، ځکه نور یې څوک نه تمویلوي».

د خیریه ټولنو فعال انورالحق حقیق بیا د بهرنیو ځواکونو وتل یوه «ښه چاره» بولي. نوموړي خوځښت ټکی کام ته وویل، چې «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ښه چاره ده؛ پرې خوښېږو». حقیق د افغانستان د روان کړکیچ لامل بهرنیان بولي او زیاتوي «د افغانستان د بحران اصلي لامل بهرنیان دي؛ هغه که روسان ول، که امریکایان او متحدین یې دي یا نور… په وتلو یې هغه وخت لا ښه ارامي راتللی شي، چې لاسونه یې هم په بشپړ ډول قطع شي».

طیب الله عاطفي بیا د بهرنیانو له وتلو وروسته له کورنۍ جګړې وېره لري، خو وایي «که دا جګړه رامینځ ته هم شي؛ دومره خطرناکه او اوږده به نه وي، ځکه طالبان نسبت پخوا ته خورا پرمختللي او مجهز دي او حالالت به زر کنترول کړي». دی د بهرنیانو له وتلو وروسته افغانستان یو پرمختللی اسلامي هېواد ویني او وایي « له افغانستان څخه د یرغلګرو خروج یو ښه عمل دی؛ له افغانستانه د یرغلګرو په وتو به افغانستان د اسلامي، پرمختللي او پر ځان بسیا نظام درلودونکی وي».
له هراته د ټولنیزو رسنیو فعال حمیدګل محمدي د بهرنیانو پر وتلو له زړه خوښي ښيي، نوموړي خوځښت ته وویل «له افغانستانه د بهرنیانو وتل یو نېک اقدام دی او زه د یوه مسلمان او افغان په صفت د دوی په وتلو له زړه خوښ یم». دی هم د هېواد روان ناورین د بهرنیانو شتون بولي، نوموړی وایي «په افغانستان کې روان ناورین د بهرنیانو شتون رامنځ کړی؛ زموږ په هېواد کې د هر ډول بدبختۍ عامل بهرنی اشغال دی؛ د اشغال په پای ته رسېدلو سره به دلته یو قوي، مستحکم او اسلامي نظام قائم شي، چې همدا د ټولو افغانانو غوښتنه ده». محمدي په دې باور دی، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به ټول هېواد د طالبانو لاسونو ته ولوېږي. نوموړی وایي «افغانستان اوس په هغسې مرحله کې نه دی لکه د ۹۰یمو کلونو، چې څو ډلې په کې پرېکنده حضور او فعالیت ولري، بلکې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان په بشپړ ډول د طالبانو لاسته ولوېږي او طالبان به د تېر په څېر هېچاته د پاټکبازۍ او شخصي بادشاهیو اجازه ورنکړي».

د ټولنیزو رسنیو بل فعال عبدالرحمان نبي خېل د بهرنیانو له وتلو وروسته د مشکل حل د بين الافغاني مذاکراتي بهیر په پرمختګ کې ویني. نوموړي خوځښت ته وویل، چې «د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوشحاله يم؛ د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به مشکل حل شي، خو په دې شرط چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه مخته لاړه شي.»

افغانان داسې مهال د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خوښي ښيي، چې د امریکا او ناټو د چارواکو له لوري رسنیو ته ویل شوي، چې دوی د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ پیل کړې او د روان کال د سپتمبر تر ۱۱مې به په افغانستان کې کوم بهرنی پوځي شتون ونلري.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close